ارګ وايي، د داعي د شهادت عاملین مو تثبت کړي، د قانون منګولو ته یې سپارو
خبریال وېبپاڼه/ ارګ وايي، په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي د شهادت عاملین یې تثبت کړي او ژر به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي، د خبریال محمد الیاس داعي په شهادت کې هغه کسان دخیل دي، چې تر دې مخکې یې هم د رسنیو همکاران یا خبریالان په شهادت رسولي دي.
هغه زیاته کړې، هغه شبکه چې د اجمل نقشبندي او عبدالصمد روحاني د شهادت عاملان وو، دغې شبکې الیاس داعي هم شهید کړی او موږ تثبیت کړې، چې ډېر ژر به یې د قانون منګولو ته وسپارو.
ترجمان او د رسنیو همکار اجمل نقشبندي په ۲۰۰۷م کال او خبریال عبدالصمد روحاني په ۲۰۰۸م کال په هلمند کې شهیدان کړل شول.
که څه هم ښاغلي مینه پال په مشخص ډول ونه ویل، چې د محمد الیاس داعي په وژنه کې څوک لاس لري، خو تر دې مخکې ځینو امنیتي چارواکو د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا (نی) ته ویلي وو، په دې تړاو د طالبانو یو مهم غړی نیول شوی دی.
محمد الیاس داعي د نوامبر پر ۱۲مه په مرکز لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې شهید شو او ورور یې مجتبی محمدي له دوو نورو کسانو سره ټپي شو.
تر دې وړاندې خبریالانو، د رسنیو د ملاتړ ادارې او د محمدالیاس داعي د کورنیو غړیو حکومت باندې نیوکه کوله چې د اعي د شهات د عاملینو وعده یې کړې وه، خو تر اوسه د دې قضیې په څېړلو کې هیڅ راز پرمختګ نه و شوی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.