The news is by your side.

ایا جهاد فساد نه دی؟ مجیدقرار

خبریال ویبپاڼه – داسې فکر وکړئ، څلوېښت کاله چې ستاسې کور څوک جارو نه کړي، بامونه یې کاګل نه کړي، ساتنه او مراقبت یې ونکړي، د کور به مو څه حال وي؟
په یوه ملک کې د حکومت او خدماتو نشتون دغه معنا لري.
د یوه ملک هوا، اوبه، ځمکه، ځنګلونه، خلک، لارې، غرونه، کانونه، سیندونه، د سیندونو ماهیان، د ځنګلونو ځناور، د اوبو چینې، کارېزونه، څړځایونه ټول دوامداره مراقبت ته ضرورت لري. د کاناډا مساحت د امریکا او نفوس د افغانستان هومره دی، سل متره ځمکه سپېره او بې زرغونتیا نشې پکې موندلای، یواځې یو ولایت یې دیارلس زره حوضونه او تالابونه لري خو بیا هم حکومت د یوه یوه ماهي حساب نیولی. ما د د شوق لپاره ماهي نیونې لایسنس اخیستی، هره میاشت باید راپور ورکړم چې ما څو ماهیان او کوم ډول نیولي دي. ملیاردونه ونې لري خو چې ونه پکې قطع کوې، له حکومته به اجازه اخلې.
حکومتونه اساساً د دغسې خدماتو د عرضې لپاره وي. حکومتونه د ایډیالوژیو د پلي کولو لپاره نه وي. همداسې لکه د یوه کور مالک چې کار نه کوي، ډوډۍ نه راوړي، زحمت نه وباسي، ټوله ورځ د کورنۍ د غړیو پر سر ولاړ وي چې لمنځونه او نفلونه وکړي، د حکومتدارۍ په اړه زموږ تصور هم همدا دی چې زموږ حکومتونه دې د کار او زیار، رغونې او اقتصاد، سوداګرۍ او نړیوالو اړیکو پر ځای د خلکو په ایمانونو کار کوي، جوماتونو ته دې خلک په ډنډو بیایي او سنګسارونه دې کوي.

په تېر دېرش کاله کې په هېواد کې د حکومتونو خلاف روانو جهادونو په افغانستان کې هر څه فاسد کړي دي. دا چې جهاد فساد دی که اولی عبادت دی، هغه بحث به پرېږدو، خو څه چې پرې مرتب شوي، هغه سراسر فساد او ویجاړی دی.

په تېرو دېرشو کلونو کې زموږ اوبه پر ځمکه ننوتلي، کارېزونه مو وچ شوي، د سیندونو اوبه مو تر نیمایي زیاتې کمې شوي، څړځایونه مو غصب شوي، په کرنیزو یا خرابه ځمکو اوښتي، ځنګلونه مو دری پر څلور برخې وهل شوي، د ښارونو هوا مو ککړه شوې، د اوبو سرچینې مو چټلې شوي دي، خاوره مو له زراعتي امراضو ډکه شوې، د ملک زېربناء ته مو یواځې د لومړي جهاد په نتیجه کې تر دوه سوه ملیارده ډېر تاوان اوښتی، د زمرودو او یاقوتو کانونه مو چور ته وړاندې شوي، بیت المال مو چور شوی، وحشي حیوانات مو فرار شوي او وژل شوي، وحشتي تخمونه او طبي نباتات له منځه تللي، د خلکو دیانت او سپیڅلتیا مو له منځه تللې، غلا، دروغ، دروه، چور، رشوت، قتل او نور کبیره ګناهونه عادي شوي. کلتور مو له منځه تللی، بېټکونه او مېلمستونونه تړل شوي، د مشر او کشر کیسه ختمه شوې، پښتنواله او درنښت نابود شوی. دا ځکه چې ملک مالک نه لري او د دې هر څه ساتنه یو عالم پلانجوړونه، کار، تګلارې جوړونې، بودیجوي امکانات، نړیواله همکاري، تخصص او پوهه غواړي.

زموږ د جهادونو له امله په سلګونو زره کدرونه وژل شوي. ویل کېږي چې یواځې قاري بابا په خپل وخت کې د غزني د اندړو ولسوالۍ دوه زره معلمان، نظامي منصبداران، روڼ اندي، هنرمندان او شاعران، او منور او روښانه ملایان وژلي دي. د کدرونو لو او وژنه اوسنۍ کیسه نه ده. دا د ګلبدین، مولوي محمدي، مسعود، رباني او نورو جهادي رهبرانو رهبرانو پخوانۍ دنده ده چې اوس یې ټالیب او تر ټالیب را وروسته داعش په مخ وړي. دا د جهادونو سلسله ده. هوا، ځمکه، اوبه، انسان او کلتور، هر څه یې را فاسد کړل، بیا خلک وایي چې جهاد فساد نه دی. پټی یې وخوړ، دوی یې لا مږه بولي.
لیکوال: مجیدقرار

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.