The news is by your side.

طالبانو د سولې په لار کې له شته خنډونو پرده پورته کړه

خبریال وېبپاڼه/ په قطر کې  طالبانو د سیاسي دفتر د سولې په اړه کې له شته خنډونو پرده پورته کړه او ویلي یې دي چې درې عمده مسایلو سولې ته د رسېدو لار اوږده کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وايي، د دوی د اووه زره پاتې بندیانو خوشي کول، د سولې ضد د منفي تبلیغات او له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل د سولې بهر پر وړاندې عمده خنډونه دي.

نوموړي ویلي، چې طالبان سولې ته ژمن دي او د ټولو افغانانو په ګډون اسلامي نظام غواړي، خو پورته یاد شوي درې شرطونه یې باید پوره کړل شي.

ملا برادر زیاته کړې، لا هم د دوی زرګونه زندانیان په بند کې پاتې دي چې په کار و د دوحې تړون له مخې وړاندې ازاد شوي وای.

نوموړي غوښتنه کړې چې دا بندیان د سولې او د دواړو خواوو ترمنځ واټن راکمولو لپاره ازاد کړل شي.

هغه د افغان دولت پر ځینو مشرانو تور لګولی چې د سولې پر وړاندې منفي تبلیغات کوي او دا هم د ده په وینا د سولې پر وړاندې یو خنډ دی.

د اووه زره طالب بندیانو خوشي کول

ېره اونۍ افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي وو چې طالبان په نژدې راتلونکي کې د خپلو اوو زرو زندانیانو د خوشي کېدو تمه لري.

خو د ولسي جرګې په غونډه کې د سولې له یوه تړون او اوربند وړاندې د نورو طالب زندانیانو له خوشي کولو سره مخالفت وشو.

ناټو څه وايي؟

 د ناټو سازمان د سیاسي پریکړو کمېسون په یوه اعلامیه کې تاوتریخوالی او په تېره هغه چې طالبان یې کوي، د سولې پر وړاندې خنډ بللی او باید ودرول شي.

دې اعلامیه کې د سولې برخه کې د پرمختګونو هرکلی شوی او د تاوتریخوالي پر سملاسي کموالي، دایمي اوربند او د سیاسي هواري پر لار نقشې ټینګار شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.