The news is by your side.

چارواکي: له پرون راهیسې په کندهار کې ۲۸ طالبان وژل شوي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار نظامي شورا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د دې ولایت په ژړۍ او معروف ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور مرګوني دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو تصفیوي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څو عرادې، موټرسایلکونه، درې بابه پټنځایونه، څلور کړۍ ماینونونه او یو شمطر نور نظامي تجهیزات له منځته تللي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او د ترهګرو د ځپلو په موخه ګډ تصفیوي عملیات په شدت دوام لري.

د چارواکو په خبره، دغه عملیات د بابا صاحب ګډو نظامي عملیاتو د دوهم پړاو یوه برخه وه، چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه پیل شوي دي.

خو وسله والو طالبان بیا له خپله اړخه په جګړه کې د پرمختګ خبره کوي او وایي، چې د ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو ډېری برخو کې یې پرمختګ کړی او لسګونه امنیتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو زرګونه کورنۍ ښار ته ګډه شوې دي، چي د سرپناه ځایونو د نشتون ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.