The news is by your side.

په لوګر کې ښوونکو ته د استوګنیزو نومرو وېش عملاً پیل شو

 خبریال وېبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت د مرکز پل علم اړوند  د ۷۴ ښوونځیو پر ۹۹۷ ښوونکو د  کورونو د جوړولو لپاره د ځمکو نومرو وېش په عملي ډول پیل شو.

 یاد ریاست خبریال وېبپاڼې ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې لیکلي، پر یادو ښوونکو د ځمکو د نومرو د  وېش په غونډه کې، چې د یاد ښارګوټي په ساحه کې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست مسوولینو او ښوونکو برخه اخیستې وه.

خبرپاڼه زیاتوي، دا ښارګوټی د پل علم شمال لوېدیځ ته د شېر وازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري، چې ۳۵۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.

سرچینه کاږي، یاد ښارګوټی د استوګنې ۹۹۷ نومرې لري، چې د څلورو ورځو په موده کې به د پل علم پر ۹۹۷ مستحقو پېژندل شویو ښوونکو په وړیا ډول ووېشل شي.

د دوی په خبره، په دې ښارګوټي کې د ژوندانه لازمې اسانتیاوې لکه سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه، جوماتونه، تجارتي ساحې او شنې سیمې په پام کې نیول شوي دي.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي ویلي، چې په یاد ښارګوټي کې ټولو ښوونکو ته د پچې اچونې له لارې نومرې وېشل شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې ښارګوټي کې د ښوونکو د نومرو د وېش لړۍ ډېره شفافه وه او ټولو مستحقو ښوونکو ته د ټاکل شوي کمېسیون له خوا نومرې ورکړل شوې دي.

د پوهنې سرپرست رئیس له ټولو ښوونکو غوښتنه کړې، چې په خپلو نومرو کورونه جوړ کړي او پر نورو کسانو یې ونه پلوري.

چارواکي وايي، تر دې وړاندې د لوګر د محمدآغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو د ښوونکو ښارګوټي هم پرانیستل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.