The news is by your side.

پښتین د ملالې په شهادت لر او بر ولس ته تسلیت وړاندې کړ

خبریال وېب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خبریالې ملالۍ میوند په شهادت د لر او لر افغان ولسونو سره خواخوږي وښوده او تسلیت یې وړاندې کړ.

نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه د شهیدې ملالې د شهادت په تړاو ویلي، چې د افغانستان تکړه خبریاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګرې او کلکه ملاتړې چې په وسله وال برید کې شهیده شوه، شهادت یې ډېر درودونکی دی.

پښتین وایي دا د کال لسمه پېښه ده چې د هېواد مشهور او تکوه خبریالان مو ددوښمن له لوري په بې رحمۍ په شهادت رسیږي.

پښتین زیاتوي چې د لر او بر افغان وطن تکړه او پوهه خلک یو یو د دوښمن له لوري په نښه کیږي او وژل کیږي. د ملالې د شهادت د پېښې له کبله یې کورنۍ، دوستانو او ټولو ولسونو ته تسلیت وړاندې کوم او جمیل صبر ورته غواړم.

د افغانستان تکړه خبریاله او مدني فعاله او پخ ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون ویانده او د خپرونکو چلوونکې ملالۍ میوند نن سهار اووه بجې دفتر ته پر لاره د خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د نا معلومو وسله والو له لوري په ډزو سره په شهادت ورسېدل.

شهیدې ملالۍ له ډېر وخت راهیسې ننګرهار ولایت کې ژورنالېستیک او ټولنیز فعالیتونه ترسره کول او د هېواد نورو ولایتونو ته هم د فعالیتونو په پار په سفرونو تللې وه او له دې لارې د خلکو او د افغانستان د ولسږنو رسا غږ وو.

د ملالې شهادت په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه را پورته کړې، افغان خبریالان له حکومت غواړي چې د خبریالانو د ژوند مصؤنیت ته ډېر پام وکړي او د شهیدو شویو خبریالانو د کورنیو ژوند ته دې پام وکړي.

ملالۍ په ننګرهار کې د ښځینه خبریالانو لپاره د ډاډ غر او یوه تکیه ګاه وه، چې ټولې خبریالانې او فعالانې پر نوموړې ډاډه او را ټولې وې، خو اوس د ملالې په شهادت سره ټولې خبریالانې او فعالانې ځانونه په ملا ماتې بولي خو وایي چې د ملالې مبارزه او هیلې به دوی پوره کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.