The news is by your side.

ننګرهار کې د داعش مالي او اکمالاتي مسوولين نیول شوي

خبریال وېبپاڼه/ چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ شېرګړ سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش وسله والې ډلې مالي او اکمالاتي مسوولين ژوندي نيولي دي.

د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  په نيول شویو کسانو کې د داعش مالي او اکمالاتي مسوول سميع الله مشهور په مصنيف او غړی یې روح الله مشهور په موسی شامل دي.

خبرپانه زیاتوي، نیول شويو کسانو د کونړ ولايت لپاره د داعش د تنظيم عمومي مسوول محمد سعيد مهشور په زاهد ته مالي او نور امکانات برابرول.

د سرچینې په خبره، نيول شویو کسانو همدا راز ننګرهار، خوست او کابل ولايتونو لپاره هم اکمالات کول او د شينوارو ولسوالۍ په وروستيو بريدونو کې هم لاس لري.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د عملیاتو پر مهال يادو کسانو سره يو ميل تومانچه، څلور کړۍ لاسي بمونه او نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

که څه هم حکومت ادعا کوي چې په ننګرهار کې یې داعش ته قومي ماتې ورکړې او دا مهال ډېر فعالیت نه لري، خو یاد ولایت کې اوس هم داعش ډله فعاله ده، چې په ډله ییزو حملو، هدفي وژنو او ګڼو نورو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري.

د ملي امنیت شورا هم د داعش په فعالیتونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې که له طالبانو  خلاص شي او یا سوله وشي، بیا به د داعش پر ضد مبارزه چټکه کړي.

داعش نه یوازې په ننګرهار کې بلکې د کابل په شمول د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سترې حملې کوي، چې کله یې مسوولیت مني او کله یې بیا رد کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.