طالبان وايي، هیچاته اجازه نه ورکوو، چې افغان خاوره د پردیو پر ضد وکاروي

خبریال وېبپاڼه/ په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر مشرملا برادر وايي،  طالبان هیچاته جازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

ملا برادر تیرماښام د بشري چارو او شخړو د څیړنو مرکز لخوا په ترتیب شوي آنلاین ویډیويي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، طالبان د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او نه نورو ته اجازه ورکوي چې زمونږ په چارو کې مداخله وکړي.

هغه زیاته کړې، د سولې ضد منفي تبلیغات، د طالبانو د پاتې بندیانو نه خوشې کیدل او د تور نوملړ له مخې په طالب مشرانو بندیزونه د سولې مخې ته ستر خنډونه دي.

د هغه په خبره، طالبان سولې ته ژمن دي خو دا چې دافغان دولت له لوري په دې اړوند منفي تبلیغات کیږي دا دسولې دپرمختیا دپاره تاواني عمل دی.

ملا برادر وویل، دوی غواړي د کوکنارو د کښت، مخدره موادو  د استعمال او قاچاق مخه ونیول شي او د نړۍ د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په مرسته او هماهنګۍ، د بدیل معیشت په برابرولو سره د کوکنارو کښت باید تدریجا صفر ته راټیټ شي.

هغه واضحه کړه چې طالبان د شرعي اصولو او ملي منافعو په رڼا کې بین المللي اصولو ته متعهد دی.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر ویلسن تېره ورځ له خبریالانو سره په ویډیویي کنفرانس کې ویلي وو چې طالبان له امریکا سره د دوحې تړون له مخې غواړي تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې یې اووه زره نور بندیان هم خوشي کړل شي.

نوموړي ویلي، افغان حکومت باید له طالبانو سره د دوحې د تړون ټولې برخې عملي کړي چې په هغې کې د اوو زره نورو طالب بندیانو ازدول هم راځي.

قطر کې دافغان دولت د مرکچي پلاوي اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو ترڅنګ د هېواد بیلابیلو برخو کې جګړه روانه ده او نړیواله ټولنه بیا ټینګار کوي چې دواړه لوري دې ژر تر ژره په خپلو کې یوه دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته سره ورسېږي او اوربند دې وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More