The news is by your side.

هندي پوځیانو پاکستاني پوځيان هلاک کړي 

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان پوځ وایي، چې تېره ورځ په کشمیر کې د هندي او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده چې په پایله کې یې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

پاکستاني پوځ پر هندي پوله ساتو له اوربنده د سرغړونې تور پورې کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په نښته کې د دوی دوه پوځیان وژل شوي خو مقابل لوري ته یې درانه تلفات اړولي دي.

که څه هم هند د یادې نښتې او د پاکستاني پوځ د ادعا په اړه تر اوسه هیڅ راز غبرګون نه دی ښودلی، خو څو ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و چې هند پر پاکستاني پوځیانو د برید تابیا نیولې ده.

پاکستان ویلي وو، راپورونه يې تر لاسه کړي دي چې هند تابيا نيولې چې د پاکستان او هند تر منځ پر کرښه پاکستانيان وځپي، ځکه يې نو وار له مخه خپل پوځ ته د تيارسئ امر کړی دی.

هندي چارواکو د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه و ویلي، خو کشمیر کې پر پاکستاني پوځیانو برید د پاکستان دغه ادعا رښتیا ثابته کړه.

پاکستان د پردې تر شا هند ځپي

تر دې وړاندې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر پاکستان تور پورې کړی وو، چې په هندي خاوره کې د پر دې تر شا د هند پر ضد جګړه او د ترهګرو ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، پاکستان په دغه سیاست سره هندي ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې او په خبره یې په دودیزه جګړه کې به دومره هندي پوځیان نه وای وژل شوي لکه اوس چې د ترهګرو په لاس وژل کېږي.
ها خوا له څه مودې راهيسې په هند کې بزګرانو د حکومت پر ضد مظاهرې پيل کړې دي او په دې سربېره، هلته شته مسلمانان هم د مودي له حکومت څخه ښه خوله نه ښوروي.

هند نور زغم نه کوي

 پاکستان کې د مېشتو تروریستي ډلو لخوا د پاکستان د استخباراتو په لمسون د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په تروریستي بریدونو کې لسګونه هندي پوځیانو او عامو هندیان وژلو نور د پاکستان پر وړاندې د هند زغم پای ته رسولی، ځکه خو یې د دغه برید ترسره کړ او ښايي راتلونکي کې نور بریدونه هم وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.