The news is by your side.

 زابلي ځوانانو ولایتي روغتون ته ۱۰ زره سي سي وینه ورکړه

خبریال ویبپاڼه/ زابل ولایتي روغتون ته د ټپي  هېواد والو د ژغورنې ( وینه ورکړئ ژوند وژغورئ) تر شعار لاندې لسګونه زابلي ځوانانو وینه ورکړه او ویي  ویل چې دا ډول کړنې  به یو دود ګرځوي.

د زابل د ځوانانو امریت امرنیازمحمد زیارمل وايي چې د رضاکارانو د نړیوالې ورځې په مناسبت يې د رضاکاره ځوانانو سره یوځای دیوه پروګرام په ترڅ کې ولایتي روغتون ته د بیلابیلو ګروپونو درلودونکي لس زره سي سي وینه ورکړه، هغه وویل چې وینه نه تویو بلکي دا دود کوو، چې وینه له دې  خاطره چې د یوه ټپي هېوادوال ژوند وژغورو وینه ورکوو.

زیارمل وویل چې یوازي وینه ورکول نه بلکي تر دې وړاندې او وروسته غواړي په یوالي سره په ټولنه کې ځوانان عامه کارونه په رضاکارانه ډول ترسره کړي او له خپلوهېوادوالو سره په هره برخه کې مرسته وکړي.

زابل کې د رضاکاره ځوانانو مشر محمد نبي تلاش وویل چې هر عامه کار ته د دوی د ټولنې لسګونه ځوانان چمتوالی لري ځکه نو نن په ګډه را ووتل او ټپي هېوادوالو ته يې وینه ورکړه.

ښاغلي تلاش وویل چې ځوانان په ښو کړنو سره کولای سي خپل ټولنه ښې خواته رهبري کړي ځکه نو تصمیم لري چې  د رضاکاره ځوانانو په مټ په هره هغه موضوع کې چې ملي ګټې نغښتې وي برخه واخلي.

په دې کمپاین کې یو تن کډون کوونکي  رضاکاره ځوان حضرت الله چې وویل چې هېواد او خلک يې حق لري ترڅو دوی ورته کار وکړي او دایې مسؤلیت دی.

د هغه په وینا کله چې کومه پیښه کیږي یا څوک ولایتي روغتون کې وینې ته اړتیا لري نو له یو لړ ستونزو سره مخ کیږي ځکه نو نن دی هم له لسګونو نورو ملګرو سره ولایتي روغتون ته راغلی او وینه يې ورکړه.

د زابل د ولایتي روغتون یوتن ډاکټر اغاجان وویل چې له روغتون سره د خلکو او ځوانانو دا ډول همکاري کولای سي چې له دوی سره د خپلو هېوادوالو په درملنه کې زیاته مرسته وکړي هغه له نورو ځوانانو هم غوښتنه وکړه چې د ټپي هېوادوالو د ژغورنې لپاره يې وینه ورکول ګټه ده نه تاوان

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.