The news is by your side.

کیسې مو ماشومان ویښ روزي

خبریال ډاټ کام/ ماشومتوب د ژوند حساس دور او راتلونکي ته د تیاریو لپاره یو له هغو مکتبونو دی، چې که مثبت وروزل شول پایله یې او که منفي نو پایله یې هم ښه نه وي.

د ماشومتوپ په دوران کې ماشومان د کتاب لوست ته ډيره لېوالتیا نه ښيي، د هغوئ ذهن یواځې لوبې او ساعت تیري غواړي او د لوبو په لټه وي.

که څه هم ماشومتوب د لوبو او شوخیو دوران یادیږي اما په ورته وخت کې مشران مسوول دي، چې دوی ته یو څه ور زده کړي.

د ماشومانو ذهنونه سپین کاغذونه دي، باید له بنسټه په مثبتو کلمو او جملو ډک شي،مشران په دې مکلف دي، چې دوی ته د ادب ، دودونو، ټولنیزو نزاکتونو او ارزښتونو په اړه معلومات ورکړي او ور وپيژني یې.

دې هدف ته د رسیدو لپاره ښایي ډيرې لارې وي خو ښایي ټول هدفونه ترلاسه نه شي.

ځینې په دې اند دي، چې کارتون لیدل د ماشوم روزنې برخه کې مهم او ارزښمتن رول لوبولی شي.

دا سمه ده خو د یوې مسلمانې ټولنې ماشوم به له کارتون څخه نزاکتونه او آداب زده کړي، خو خپل ارزښتونه او دودونه ترې نه شي زده کولای.

د ارزښتونو او دودونو زده کړې ته یوه او تر ټولو مهمه او ارزښتمنه لار هغوی ته د کیسو کول دي.

څيړنو ثابته کړې ، چې کیسې د دغو موخو د ترلاسه کولو یوه ډېره غوره لاره ده او له دې لارې ښه کولای شو ، چې ماشوم د خپلې ټولنې له دودونو او ارزښتونو خبر کړو.

کیسه ذهن ته مستقیمه لار کوي او د ماشوم په ذهن کې پاتې کیږي؛خپل دودونه او ارزښتونه پکې لیدلای شي او ټولنیز ژوند ته چمتو کېدای شي.

دا چې کیسې نورې څه ګټه لري په دې لیکنه کې مو په لنډ ډول ترې خبروو.

۱:ـ کیسې مو ماشومانو ته اخلاق ور ښایي:

کیسې د ماشومانو ډیرې خوښیږي او په مینه ورته غوږ کیږي؛ دوی غواړي د هغو کسانو په اړه ډېر پوه شي چې د دوی خوښېږي او هڅه کوي د هغوی غوندې ځانونه جوړ کړي.

که تاسو مو ماشومانو ته داسې کیسې وکړئ چې په هغو کې انساني او اخلاقي مفاهیم وي، ان له ماشومتوبه یې په زړه کې مثبتې انساني ځانګړې لکه زوړرتیا، رښتینولي او هوښیاري اېښودای شئ او هغوی مثبت فکره او پياوړي روزلی شئ.

۲:ـ کیسې مو ماشومان له فرهنګي ارزښتونو خبروي:

که تاسو مو ماشومانو ته د خپل ماشومتوب خاطرې، ساتېرۍ او هغه کیسې ووایئ، چې په ماشومتوب کې مو کولې، دوی به مو د کورنۍ له فرهنګ او آدابو سره بلد شي.

په ټولنه کې د اوسېدو په اړه به یې ذهن پرانیستل شي او پر فرهنګي او عقیدتي ارزښتونو به یې ذهن خلاص شي.

۳:ـ  کیسې د ماشومانو د خبرو مهارتونه زیاتوي:

کله چې خپلو ماشومانو ته کیسې کوئ، دوی د خبرو کولو مهارتونه زده کوي؛ نوې کلمې او نوي عبارتونه زده کوي؛ د کلمو د تفلظ ډول یې زده کېږي او په خبرو کې د تسلسل ساتلو چلونه زده کوي.

۴.:ـ کیسې د ماشومانو د اورېدو مهارت پیاوړی کوي:

پيل کې د ماشومانو د تمرکز ځواک ډېر کم وي او په ښه ډول نه شي کولای یو څه درک کړي.

ښايي د یوې موضوع په اړه تر دېرشو ثانیو هم فکر ونه‌ شي کړای همدارنګه هغوی د اورېدو پر تله ډېرې خبرې کول خوښوي.

که تاسو کیسې ورته ووایئ نو نه یوازې د دوی دقت او تمرکز ډېرېږي، بلکې د اورېدو او خبرو درک کولو په برخه کې هم ډېر مهارتونه زده کوي.

۵کیسې ماشومانو کې د خلاقیت ځواک ډېروي:

د کیسې په اورېدو کې ماشوم د کیسې کرکټرونه، تصویرونه، ځای او ټولیزه طرحه په ډېر ښه ډول په ذهن کې ثبتولای شي، که کارتون وګوري خو یوازې تر سترګو یې تېرېږي، په کیسه کې یوازې خبرې اوري او د تصور کولو او فکر کولو لپاره خپله فعالیت کوي.

په دې سره یې د فکر کولو او خلاقیت ځواک ډېرېږي او ذهن یې د پېښو د مجسمولو لپاره چمتو کېږي.

۶:ـ کیسې د ماشومانو حافظه پیاوړې کوي:

کله چې ماشومانو ته کیسې کوئ، تر څو ورځو وروسته یې د هغې کیسې په اړه وپوښتئ. یا د کیسې یوه برخه ورته ووایئ او دوام یې ترې وغواړئ په دې ډول یې حافظه د معلوماتو د ساتلو او دقت لپاره ډېره فعالېږي.

۷:ـ  کیسې د ماشومانو لپاره د اکاډمیکې زده‌ کړې لومړنی ګام دی:

ډېری ماشومان هره مسئله په ډېره سطحي توګه د عادت له مخې زده کوي د بیلګې په ډول کله، چې ماشوم د ښوونځي په کتاب کې هم د پند کومه کیسه لولي، ټوله کرښه په کرښه زده کوي او د موخې او پند په اړه یې فکر نه ‌شي کولای.

په منظم ډول کیسې اورېدل له دوی سره مرسته کوي چې اورېدونکې خبرې درک کړي او خوند هم ترې واخلي.

۹:ـ  کیسې د ماشومانو د اړیکو ټینګولو وړتیا ډېروي

ماشومان ډېری وخت په پوښتنو کولو کې دوه ‌زړي وي کله ناکله یوه پوښتنه ورسره پیدا شي، خو له وېرې یې چاته نه ‌شي ویلای او یا هم ښايي کوم بل لامل وي نو په دې اساس کیسې ویل دوی ته د پوښتنو کولو هنر ور زده کوي.

نوټ: ماشومانو ته مو داسې کیسې وکړئ چې دوی پوه شي چې سختۍ او ستونزې د ژوند یوه برخه ده او بې له مبارزې بله هېڅ حل‌لاره نه‌ لري؛ همدارنګه خوشحالي هم د ژوند یوه برخه ده او هر وخت به سړی خوشحاله نه وي.

لیکوال او راټولوونکی: فقیرزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.