The news is by your side.

هغه ماشوم چې د پیدایښت سره سم، ډاکټر ته غوسه وو

 

خبریال ډاټ کام: د برازیل په یوه روغتون کې د یوې ښځې ماشوم له پیدایښت سره سم خورا په جالبانه انداز سره ډاکټرانو ته د قهر یاغوسې په سترګه کتل چې ډاکټران یې هم هک پک کړی وو.

د معلوماتو له مخې په برازیل کې د ماشومانو د پیدایښت سره سم د هغوی انځورونه تر ټولنیزو رسنیو پورې رسېږی، خو د دې ماشوم د غوسه ناک انداز انځور هم په ټولنیزو رسنیو ډیر لاس په لاس شو.

د راپورونو له مخې ” د لسبیلا پیریرا” په نوم په برازیل کې دغه ماشومه د دې اونۍ په پای کې زیږیدلې و چې د زیږیدلو سره سم یې ژوند په تفریح پیل کړ.

د دغې ماشوم له پیدایښت سره سم، د روغتون ډاکټرانو د دې ماشوم انځورونه تر ټویټر او فسبوک ورسول چې ډیرو خلکو پرې تبصرې وکړې او دا یې تر ټولو خندونکی او زړور ماشوم یاد کړ.

دغه ماشوم د برازیل په ریو دي جنیرو په یوه روغتون کې زیږیدلی و، ډاکټرانو د زیږیدونکي ماشوم طرز ډیر عجیب او جالب وباله.

د دغې ماشومې نیا وایي، چې د لور واده یې یوازې یو کال وړاندې وشو، خو له واده پنځه اونۍ وروسته خبر ورکړل شو چې لور یې مور کېدلی شي او هماغه و چې کال وروسته یې لور مور شوه.

ډاکټران وایي، چې د ماشوم او مور حالت له خطر لیری دي او دواړه روغ رمټ دي.

د روغتون د ډاکټرانو پر وینا د هغه غوسه ناک انداز څو ځل دوام وکړ، خو بیا یې وروسته مسکا هم پیل کړه او خورا جالب حرکتونه یې کول.

د دغې ماشوم مور وایي، چې زما ماشوم تر ټولو زړور دی ځکه چې هغه نړۍ ته د راتګ پر مهال ټول برازیل او نړۍ ته تفریح برابره کړه.

نوموړې زیاتوی، نه یې غوښتل چې مور شي، خو د مور او کورنیو د غړو په خوښه یې دا پلان درلود چې له واده یو کال وروسته به هغه مور شي چې همداسې وشول.

نوموړې وايي، ماشوم یې خورا عجیب حرکتونه کوي چې د راتګ سره سم یې په نړۍ کې خلکو ته مسکا ور په برخه کړه او هیله شته چې په راتلونکې کې هم د خلکو د خوښیو یو سبب وګرځي.

د ماشومې مور زیاتوي، چې د ماشوم د پیدایښت سره سم هغه ډیره خوښه شوه، خو چې کله یې ټولنیزو رسنیو ته سر ورښکاره کړ د ماشوم انځورونو یې غوغا جوړه کړې وه.

دغه مور وایي، چې ماهم فکر نه کاوه چې ګواکې دا به زما ماشوم وي، خو ډیری خلکو ورته مېنشن کړې وم او په دې زه هم وپوهیدم چې خورا جالب حرکت یې کړی .

په برازیل کې ډیری خلکو په ټولنیزو رسنیو د دې ماشوم له انځورونو سره لیکلي دي چې ګواکې ” په لومړي ځل تر ټولو غوسه ناک او جالب ماشوم نړۍ ته راغی”

د یادولو ده چې معمولأ د ماشومانو د پیدایښت پر مهال په ټوله نړۍ کې بیلابیلې جالبې پېښې رامنځته کېږي چې یو شمېر ان د رسنیو سرټکي ګرځي.

خان: عابد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.