The news is by your side.

شنبه (۲۹) فبروري دافغانانو لپاره تاریخي ورځ

خبریال ویب پاڼه / د ۲۰۲۰کال د فبروري (۲۹) نېټه د شنبې ورځ دافغانانو لپاره د تاریخ یوه مهمه ورځ ده .‌

د فبر وري (۲۹) په څلورو کلونو کې یوځل راځي‌او دا ځل یې دافغانانو لپاره د سولي ‌پیغام راوړی دی .‌

په هم دغه ټاکل شوې ورځ به دافغانستان د سولي‌تړون لاسلیک شي . د امریکايي ځواکونو وتلو او هم داراز د بین الافغاني‌خبرو پیل ته به لار هواره شي .

ددې تړون لاسلیک ته د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو خبريالان او د امریکا په ګډون د (۳۰) هیوادونو استازو هم د ګډون زرغون څراغ ورکړی .

طالبان دا تړون په فاتحانه انداز لاسلیکوي‌، او دافغانستان حکومت له پخواني موقف نه نور را ټیټ شوی بلل کېږي او په کمزوري حالت کې برېښي .

طالبان وايي چې ددې تړون پر بنسټ به ټول بهرني سرتېري‌له افغانستان نه وزي او هیڅوک به افغان حاوره دبل خلاف نه کاروي .

امریکا وايي‌ چې دوی پوځ کموي‌ خو په مکمل ډول یې نه اوباسي .

افغان حکومت د طالبانو سره د سولي ‌په تړاو دوه درې ځله خپل موقف بدل کړی .‌

اوس د بین الافغاني‌ خبرو لپاره دافغان حکومت موقف دادی چې د هیواد له بیلا بیلو قامي ‌مشرانو ،سیاسیونو او مدني‌ فعالانو جوړه یوه د خبرو جرګه ګۍ به جوړوي‌ او له طالبانو سره به خبري ‌کوي‌.

وړاندي ‌افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره یوازي ‌پر حکومتي‌ پلاوي ‌تمرکز کاوه ، خو د ولسمشري له ټاکنو وروسته چې د اشرف غني‌او عبدالله عبدالله تر منځ ټاکنیزي ستونزي ‌را ولاړي ‌شوې ، ولسمشر غني په هغه پخواني ‌برم کې پاتې نشو .

ولسمشر غني‌ کور دننه سیاسي او نظامي مخالفت سره لاس او ګریوان دی ، او دا تور ورباندي‌ پوري‌ کېږي ‌چې د سولي ‌پروسه کې خنډونه جوړوي‌.

ښاغلی غني‌ د دوهم ځل ټاکنو وروسته بهرنۍ نړۍ کې هم له بلا بیلو ستونزو سره مخامخ بریښي .

هغه ته د ټاکنو مبارکیاني ډېري ‌لږ وویل شوې او نوړموړی په نړۍ واله کچه هم د یوازي‌ توب پر ګړنګ ودریدو .

د ولسمشر غني‌ ځواک به د فبر وري‌ له ۲۹ نېټې وروسته څرګند شي‌ چې د طالبانو او امریکا یانو ترمنځ د سولي‌تړون جزیات ښ:اره شي‌.

خبریال ویب پاڼې ته تېر کال طالب سرچینو ویلي وو چې د سولي‌ د تړون پر یوه داسي طرحه یې له امریکا یانو سره کار کړی چې د حکومت په څنګ کې به یوه ځواکمنه شورا رامنځ ته کېږي چې تر حکومت به زیات ځواک لري‌ ، خو هغه خبري وروسته ولسمشر ټرمپ لغوه کړې .

د روان کال فبروري ۲۹ نېټه دافغانانو راتلونکی ټاکونکې ورځ ده چې ښايي  د تل لپاره په دې هیواد کې سوله  رامنځ ته شي‌.

د نورو ډېرو تاریخي‌ورځو برخلاف به د ۲۹ فبروري کلیزه نشته ، او د دا تاریخي‌تړون ورځ به هر کال نه بلکه (۴) کاله وروسته لمانځل کېږي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance