The news is by your side.

فرانسه کې د ځوانې ښځي د جمعې د لمانځه امامت

خبریال ډاټ کام / دفرانسې په پلازمېنه پاریس کې یوې ځوانې اماميد جمعې د لمانځه امامت وکړ .‌داسيیو لمونځ چې ډېره برخه لمونځکوونکي یې ځوانان وو.

دې لمانځه ته نجونې او هلکوان په ګډه ورغليوو.

امامې کاهنه بهلول په اروپا کې په لمړيځل دې کار ته غاړه ایښې ده ،خو تر دې وړانديپه امریکا کې هم یوې ښخي د جمعې د لمانځه امامت کړی وو.

هغه امامه آمنه ودود نومېده او په (۲۰۲۵) کال مارچ میاشت کې په نیویارک ښار کې د جمعې خطبه وویلې وه او لمونځیې کړی وو.

د آمنه ودود او کاهنه بهلول ترمنځ‌ توپیر!

د آمنه ودود او امامې کاهنه بهلول ترمنځ توپیر دادی چې امامه بهلول ځوانه ده او هڅه کوي چې د ښځو او سړو یو ګډ جومات جوړ کړي او ځوانان وهڅويچې د خدای پاک عبادت ته راشي .

امامه بهلول واييچې ځوانو مسلمانانو کې داسي انګېزه خوره شوې چې ګواکې عبادت د سړو او هغه هم د سپین .ېرو کار دی ،چې ددې په آند دا ناسم دود دی او باید مات شي .

کاهنه بهلول الجزایرۍ فرانسوۍ ده چې د خپل جومات جوړولو ته چاندې کوي .

هغې ویليدي چې یو داسيجومات باید ولرو چې لڅسرې او با حجابه ښځي یوځای لمونځ پکښې وکړي‌.

د هغې په وینا چې اسلام د محبت دین دی او دا چاره به د ټولنې ترمنځ د نېژدې کت یوه ښه او مثبته هڅه وي .

د ښځو د امامت پر سر راټوکېدلی بحث !

اوس بحث دا را ټوکېدلی دی چې ایا په اسلام کې یوه ښځه امامت کولای شي کنه ؟

که څه هم دې بحث ته بیلا بیل غبرګونونه موجود دياو تر اوسه پوري لا پخپله آغلې بهلول نه ده توانېدلې چې اسلامي ټولنه قانع کړي ، خو له بله لوريد بهلول پلویان او په اروپاکې مېشت ډېری ځوان مسلمانان د بهلول دې هڅي ته د زړورتیا او له اسلام سره د میني په سترګه ګوري .

کار پوهان وايي چې که چېرته بهلول وتوانېږي چې خپل جومات جوړ کړي او په ارامه فضا کې خپل امامت وکړياو دیني عالمان قانع کړي، نو د امامې کاهنه بهلول دا هڅه به په اروپا او د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې د ښځو امامت او ګډ لمانځه ته لار هواره کړي .

تر دم ګړیه د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو او په ځانګړيډول اروپا کې ښځي جوماتونو ته ځي او د نارینه امامانو په امامت کې لمونځونه کوي خو د لمونځ کوونکو نارینه وو او ښځینه وو تالارونه بیل وي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.