The news is by your side.

د نړۍ اوږده ويښتانو لرونکي هندۍ پیغله!

خبریال ډاټ کام/ یوې ۱۷ کلنې هندۍ انجلۍ په نړۍ کې د یوې ځوانې پيغلې په په توګه د اوږدو ويښتانو لرلو ریکارډ له ځان سره وساته.

د ګاینيز نړيوال ریکارډ د سايټ د معلوماتو له مخې هندۍ ۱۷ کلنې نېلنشي پاټېل په ۲۰۱۸ کال دسمبر میاشت کې د اوږدو ويښتانو په لرلو سره نړيوال ریکارډ ایښی و. د نوموړې د ويښتانو اوږدوالۍ هغه مهال (۱۷۰،۵) سانتي متره چې (۵،۵۹) فوټه کيږي،ثبت شوی و.خو اوس مهال د هغې ويښتانو اوږدوالي اندازه (۱۹۰) سانتي مترو ته رسیږي.

نېلنشي پاټېل په ښوونځي کې د هغې ملګرو لخوا په «ریپونزل» هم شهرت لري. نوموړې د هندوستان په ګوجرات ښار په موداسا یوه کوچني ښارګوټي کې اوسيږي. د هغې پلار وايي،پدې وياړي چې لور یې د يوه کوچني ښار ګوټي څخه نیولې ان په نړۍ کې شهرت ترلاسه کړ.

پخپله نېلنشي پاټېل وایي،تر ټولو ترخه تجربه یې په شپږ کلنۍ کې وه، هغه مهال به نوموړې خپل ویښتان په یوه سالون کې پریکول.

د هغې په وینا وروسته یې مور او پلار څخه په کلکه وغوښتل چې د هغې د ويښتانو د نه پریکولو غوښتنه ومني، چې هغوی هم د هغې غوښتنه ومنله.

نېلنشي پاټېل زیاتوي یوولس کاله کیږي چې د ويښتانو سينګار ځای ته نده تللې.

هغې وويل: (( زما لپاره تر ټولو بدترینه تجربه په شپږ کلنۍ عمر کې وه،چې په سيمه ایز سالون کې به مې ویښتان پریکول. لدې وروسته مو د ويښتانو د نه پریکولو په اړه له مور او پلار سره خبرې وکړې او هغوی هم زما غوښتنه ومنله. یوه لسيزه کیږي چې ويښتان مو ندي پریکړي او زما ویښتان اوس په يوه جادوګري بحت بدل شوي دي.))

پاټېله زیاتوي، ددې لپاره چې ويښتان یې له ځمکې سره وصل نشي، د ساتنې لپاره يې لوړ يا جګ بوټونه په پښو کوي.

(( زه هم د خپلو ويښتانو د ساتنې لپاره هغه څه کوم چې نورې انجونې یې کوي.په اوونۍ کې هر ځل خپل ویښتان پریمنځم، هره اوونۍ کې یو ځل او یا هم دوه ځلې خپلو ويښتانو ته تيل ورکوم.))

نوموړې زیاتوي بعضې وخت چې کله لوبې کوي،خپل ويښتان تړي،خو یوازینی ستونزه چې هغه ورسره مخ وي،د ويښتانو د پریمنځلو یا صفا کولو پر مهال وي. د هغې په خبره پدې برخه کې خپله مور ورسره ډیره همکاري کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.