The news is by your side.

یوه چاغه ښځه څنګه ډنګره شوه ؟

خبریال ټکی کام/یوې ښځې په ژوند کې د دوه عامو تبدیلیو په راوستلو سره خپل پنځوس فیصده وزن هغه وخت کم کړو چې اجنبي کسانو به په کوڅه کې په دې د چاغ والي په وجه ریشخند وهلو او ټوکې به یې ورپسې کولې.

د برتانوي ورځپاڼې مرر راپور په حواله ۳۰ کلنې ساره واس وزن د ورزش نه کولو او فاسټ فوډ(تیار شوي خواړه) خوړلو له وجې ۱۵۸ کیلو ته رسېدلی و.

د زیات وزن لرلو په وجه به خلکو په دې ټوکې او ریشخند وهلو.

نوموړې وایي چې” زه به چې کله بېرون ته تلم نو ناپېژانده کسانو به ماته غټه غوا ویلې او په ځیر ځیر به یې راته کتل او ما ته به دا سخته تمامېده.

دا زیاتوي چې” داسې وخت راغی چې زه نور له کوره بېرون نه وتلم او په کور کې دننه په اوسېدلو مې عادت اخیستی و.زه بېرون نه تلم او دا زما خپله ستونزه وه چې ورزش مې نه کولو او ښه غذا مې نه خوړله.ماته په تګ کې ستونزې پیدا شوې او هم مې ساه بندېدله.”

یو ورځ وه چې دې ښځې د خپل ژوند بدلولو فیصله وکړه او وایي چې لمړی مې تیار شوي خواړه بند کړل او په کور کې مې صحي خواړه د خوراک لپاره تیارول او هم مې ورزش پېل کړو.

هغه به هره ورځ تر درې میله پیاده تګ کولو او هم به جم او کلب ته تلله. دې د یو کال تېرېدو نه وروسته ۵۰ فیصده وزن یعني ۶۸ کیلو وزن کم کړو.

دې له ځان سره وعده کړې وه چې تر دېرشمې کلیزې رارسېدو پورې به ۷۶ کیلو وزن کموي او دې هدف ته یې ځان ورسولو. یو فیشني لباس یې ځانته واخیستلو چې له دې مخکې یې دداسې لباس اچولو خوب هم نه و لیدلای.

ددې پنځه کلنه لور هم ددې له ژوند نه متاثره شوې او د هغې له کړو وړو نه ګټه اخلي.

دا ښځه وایي چې” خلک فکر کوي چې ما د وزن کمولو لپاره جراحي عملیات کړي دي او هغوی ما نه پېژني. زما صحت اوس ډېر ښه دی او ډېره توانایي په بدن کې احساسوم. زه اوس د خپلې لور لپاره د ډېر څه کولو جوګه شوې یم.مخکې به زه په صوفه باندې پرته ووم او لور مې هم زما په وجه چېرته نه شوه تللای.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.