The news is by your side.

فلم عاشقانه څه دی او ولي‌د خلکو خوښېږي ؟‌

تر هر څه وړاندې هر فلم چې، د سينما له دروازې راووځي تر شاه يې یو داستان یوه انګیزه شتون لري اوهغه کیسه بیا بيلا بيل اړخونه لري.

راځو دې ته چې، دميني یا عشق اړوند فلمونه په اوس خت کې ولې ډیر ځوان او ځوانې لیدونکي لري؟ فلم عاشقانه یا عشقي فلم څه ته وایي؟  له رواني پلوه د عشقي فلمونو لیدل څنګه دي؟

دا هرڅه په لیکنه کې ځوابیږي خو! لومړی اړینه ده د (فلم عاشقانه)یا(عشقي فلم) د کلیمې په مفهوم پوه شو.

فلم عاشقانه یوه فارسي کلیمه ده چې، پښتو کې ورته (عشقي یا مینه ناک) او په انګلیسي کې ورته رومانتیک فلم وایي. هغه فلمونه دي چې، تر ډیره پکې مینه ناک او هغه موضوعات رانغاړل کیږي کوم چې، جګړه ییز فکر پکې له منځه ځي.

په عاشقانه یا رومانتیک فلم کې اصلي رول هغه اشخاص لوبوي کوم چې، د فلم هلک یا نجلۍ یې بولو.

د دا ډول فلمونو داستان دومره مینه ناک او خوندور وي چې، له شروع او یا د فلمي اصلي لوبغاړو د مخامخ کیدو سره سم لیدونکي جذبوي او تر پایه یې له ځانه سره ساتي.

د عاشقانه فلمونو د لیدو پرمهال لیدونکي په دې فکر شي چې، د عشق او مینې دا لوبغاړي به خپل هدف ته ورسیږي او که نه؟

مینه ناک فلمونه دومره لطیف او زړه راښکونکې صحنې لري چې، لیدونکی هیڅکله له ځانه لرې نه پریږدي.

د فلم لیدونکي دومره ژور د فلم تر اغیز لاندې وي چې، ډیری یې ځان په صحنه کې احساسوي.

د عشقي یا مینه ناکو فلمونو د جذب یوبل کمال په دې کې هم دی چې، اصلي لوبغاړي تر ډیره د داستان په پای کې سره یوځای کیږي او د فلم وروستیو ته همیشه خوښي پریږدي د غم ټغر ټولوي.

ولې ځوانان عشقي یا مینه ناک فلمونه ګوري؟

 

مینه ناک یا عاشقانه فلم خو مو وپيژنده چې، له کومو کمالونو ډک فلمونه دي.

اوس اړینه داده چې، په دې پوه شو چې، ولې ډیری ځوانان جنګي فلمونه نه خوښوي او مینه ناک فلمونه ګوري؟

په دې برخه کې مو تقریبا له ۵۰ ځوانو هلکانو او نجونو پوښتلي خو یوه هم انکار نه دی کړی  ټول یې د فلم په نړۍ کې د عشقي فلمونو مینه وال یا مینه والې دي.

د بیلګې په ډول د څو تنو نظریات درسره شریکوو

مینه افغان: (( زه تر ډیره په فلمي نړۍ کې هغه فلمونه ګورم چې، داستان یې د مینې وي، ښایسته هلک اوښایسته نجلۍ یې فلمي لوبغاړي وي او خپل هدف یا مینې ته ورسیږي، د خوښ ژوند تیرولو زده کړه ترې کوم په مثبت لیدلوري یې ورته ګورم، هغه صحنه راته جالبه وي کله چې، له سختیو وروسته هلک او نجلۍ غاړه ورکړي او یو بل په مینه په غیږ کې ونیسي)).

الله نظرترین: ((زما تر ډيره رومانتیک فلمونه خوښییږي؛ ځکه جنګي فلمونه نو هغه څه دي چې موږ افغانان له جنګه ډیر ستړي شوي ، نور جنګ نه شو زغملی. موږ ته یې په تمامه مانا تاوان اړولی سر او مال مو پکې خوندي نه دی، دا چې جنګ موږ همیش په خپلو سترګو لیدلی زموږ اقتصادي، ټولنیز، سیاسي ….او رواني حالت ته یې ډیر تاوان اړولی نو د څو دقیقو ساعت تیرۍ لپاره که موږ خیالی نړۍ ته ورګرځو او بیا هم جنګ ګورو؛ نو ددې پر ځای چې سکون تر لاسه کړو بلکې نور مو هم زوروي د هیواد د میرمنو او ماشومانو هغه چغې چې موږ په حقیقي نړۍ کې لیدلي زموږ یاد راتازه کوي او سکون نه شو تر لاسه کولی.

فلمي نړۍ تر ډیره په خیالاتو ولاړه ده چې زه نه غواړم خپله د خیال نړۍ هم جنګ ته پریږدم؛ بلکې خیالي نړۍ کې باید هغه څه راواخلو چې موږ یې راتلونکي کې غواړو.

په رومانتیک فلمونو کې تر ډیره ټولې صحنې جالبې وي؛ خو زیاتې یې بیا هغه څه چې کله د فلم هلک او جلۍ سره یو ځای کیږي او ګډ ژوند پیلوي، خو کله چې هلک او جلۍ سره بیلیږي بیا نو هماغه سختې او غمګینې شیبې یې تل زما په ذهن کې وي، خو زه تر ډیره کوښښ کوم چې داسې فلم انتخاب کړم چې هلک او جلۍ  سره یو ځای شي هغه که څومره هم په سختو حالاتو کې وي)).

قدرالدین لیوال: ((زه تر ډیره رومانتیک فلمونه د دې لپاره ګورم چې هر فیلم  تر شاه یو کيسه پرته ده.

هره ټولنه مثبت اومنقي نقاط لري، ښایي دا په ما کې هم موجود وي.

کله مې چې فکر شوو د اصلاح هڅه يي کوم او هغه څه چې ما ته ډیر بد ښکاره شي.

د هغې څخه عبرت اخلم تر څو زما څخه داسي کړنه تکرار نشي. دا هغه لاره ده چې زه له کوم جبر او زور پرته دې کړنې اصلاح ته متوجي کیږم او یا ورڅخه عبرت واخلم.نو زه د مینې په دګر کې د جګړې دټغر ټولولو لپاره رومانتیک فلمونه تعقیبوم)).

ایمل خان : ((زه پخپله داسې فلم خوښوم چې یو ښه داستان ولري که په هربرخه کې وي . زه دا فلمونه په دې خاطر ګورم چې، د انسان په ژوند کې له هرډول  حالت  سره مخ کیږي چې  بیا په دې فلمونو کې د هغه شته ستونرو سره مبارزه او مقاومت ټول په تمثیل بیان شوي وي او انسان هڅوي چې خپل ژوند دوام ورکړي او له هرډول ستونزو سره مقاومت وکړي)).

ادریس: ((هر څوک د فلم کتلو لیوالتیا لري او غواړي فلم وګوري خو! دا چې د هر چا انتخاب او خوښه خپله ده نو زه خپله د مینې او محبت نه ډک فلمونه خوښوم او هغه ډول فلمونه ګورم چې مینه ناک وي او د مینې کیسې پکې شوې وي.

ځکه هغه فلمونه چې جنګي وي زما په فکر بد اغیز کوي نو ځکه زه خپله دا ډول فلمونه نه ګورم)).

ذکریا: ((زه تر ډېره هڅه کوم چې عشقي فلمونه ونګورم خو زما ځواني او احساسات ما مجبوروي چې دا ډول فلمونه وګورم.

بله دا چې زه په نړيوالو ژبو ډېر نه پوهېږم او زمونږ پښتو او دري فلمونه نوي سلنه پر همدې موضوعاتو څرخي.

دا حال د هيواد د ډيريو ځوانانو هم دی، که وغواړي او که نه خو دا ډول فلمونه ګوري، ځکه د هېواد په سينماګانو او مارکيټ کې ډېر دي او خلک ورسره ځان يو ډول تړلی احساسوي.

خو زما نظر دا دی، چې د فلم د کتلو لپاره هم بايد لکه د نورو امورو په څېر ځانګړی مهالوېش ولرو، کله عشقي، کله مستند، کله تاريخي او کله هم په نورو بيلا بېلو موضوعاتو جوړ فلمونه وګورو)).

بالاخره مختلف نظریاتو شتون درلود خوموږ یې دبیلګې په ډول درته څو دانې را واخیستلې.

له رواني اړخه د فلم عاشقانه لیدل څنګه دي؟

ارواپوهان وایي چې، جنګي فلمونه د هر انسان پر فکر بده اغیزه کولی شي او که ماشومان یې بیا وګوري نو د زهر په مثال ورته بدلیږي او پر جګړه ییز فکر روزل کیږي اوهغوی ته غلط ذهنیت ورکوي.

دوی په دې اند دي چې جنګي فلمونه ذهن کمزوری کوي نو په کار ده پر ځای یې هغه فلمونه چې، جګړه ییز نظر ختمولای شي او کورنۍ خوښ ژوند ښيی وکتلی شي ځکه له رواني اړخه پياوړي کسان هغه دي چې، مینه ناک ،ښه او غوره خوی ولري.

هغوی خپل فکر،احساسات په داسې ډول مدیریت کوي چې، د ژوند په بریالیتوب یې تمامیږي.

د فلم عاشقانه کتل د اسلام له نظره:

اسلام په ټولنه کې فلمونه د اخلاقي فساد ترويجوونکې وسیله بولي، وایي فلمونه او بیاپه ځانګړي ډول عشقي فلمونه د لويو ګناهونو د دروازې حيثيت لري، او د دغو ګناهونو د ارتکاب عواقب بيا ډېر خطرناک دي.‌

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله سبحانه وتعالی د ادم په اولادی باندې د زنا برخه لیکلې ده چې، هغه به ورته رسیږی نو دسترگو زنا لیدل دی (نامحرمې ښځې ته) د ژبې زنا خبرې کول دی.

(له نامحرمې ښځې سره) نفس بیا د دغو غوښتنو خواهش کوي او فرج د دی ټولو تصدیق کوي یا یې ردوي.

نو که چیرته تاسې د دې حديث په اړه غور او فکر وکړئ، خپله مساله به درته واضح شي.

د کوم فلم یادونه چې پورته شوې کتل یې د پورته حديث په رڼا کې وګورئ او بيا خپله قضاوت وکړئ.

د دا ډول فلمونو کتنه د سترګو، غوږونو او خولې له زنا پرته بل څه نه دي.

طبيعي ده چې زړه هم د دغو فلمونو څخه په تاثر کې غواړي چې همدا کړه وړه خپله انسان عملي کړي.

د دې فلمونو لیدل د شهواني غریزې د را پاریدلو سبب ګرځي او ډیر ناوړه او بد خیالونه په ذهن کی پیدا کوي او تقویه کوي یې.

بالاخره د فلم د قهرمان د فلم پای کې (هلک يا نجلۍ) سره له زړه څخه مينه پيدا کېږي او په دې توګه د دوی له کړنو څخه د تقليد او پېښې کولو احساس راپارېږي.

اسلامی شریعت او نظام خو بیا د حرام لورې ته سوق کوونکي وسايل منع کړي دي او حکم کوي چې، نامحرم سړی او ښځه بايد د يو بل سره د مخامېدو په حال کې سترګی ښکته کړي، او د ښځو سره د خلوت څخه یې هم په کلکه منع راوړې ده.

دغه راز د خبرو کولو په وخت يې ښځې د نرمې او مينه ناکې لهجې له کارولو څخه هم منع کړې ده ځکه د نامحرمو ښځو نرمه او پسته لهجه د نارينه د شهوت د پارولو سبب ګرځي او دا بيا فحاشۍ ته لار هواروي.

عشقي فلمونه  نه يوازې دا، بلکې د مینې او محبت فاحش ډولونه اوپه حرام ډول د ملاقاتونو او کتنو ډولونه هم په ډیرمهارت سره لیدونکو ته ښيي.

د دا ډول فلمونو لیدل په ټولیز ډول د ټولنې ځوان نسل د بې لارۍ او فحاشۍ لورته هڅوي.

لیکوال او راټولوونکی: فقیرزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance