The news is by your side.

کابل نن د لوړ پوړو نړۍ والو مېلمنو کوربه دی

خبریال ډاټ کا/ ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي منشي یان ستولتنبرګ نن کابل ته راورسېږي‌.‌

دواړه مشران به په ارګ کې له ولسمشر غنيسره ووینياو د یولړ مراسمو په ترڅکې به دافغانستان او نړۍ واليټولنې ترمنځ د اړیکو شوی تړون بیا تازه کړي .

دا دوه میلمانه په داسيوخت کې کابل ته راځي چې د افغان حکومت مخالف لوری هم د قطر په کوربه توب د نړۍ له ځواکمن قوت امریکا سره د سوليتړون لاسلیکوي‌.‌

د فبروري‌(۲۹) چې هر څلور کاله وروسته راځي دافغانانو لپاره یوه تاریخيورځځکه بلل کېږي، چې له یوه لوريد جنګ او جګړې دوام ته د پای لورته درومياو له بله لوريدافغانستان له امنیتيځواکونو سره د مرستو د دوام ژمنې تازه کېږي‌.‌

د سوليد تړون پر مهال ډېری افغانانو اندېښنه لرله چې امریکا او نړۍ واله ټولنه د نولسونیویمې لسي په ټوله افغانستان ته شا نکړي ،خو اوس داسي ښکاري چې نړۍ واله ټولنه لا هم په افغانستان کې دلچسپي لري او یوازيیې نه پرېږدي‌.

تېر کال د طالبانو د مذاکراتيپلاوي پخوانيمشر عباس ستانکزي ویليوو چې دوی ته دافغانستان اوسني پوځ او امنیتيځواکونه د منلو وړ نه دياو دا ځواک باید له منځه یو وړل شي ، خو اوس د افغان امنیتيځواکونو د تجهیز او ماليملاتړ په موخه ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو عمومي منشي یان ستولتنبرګ نن په کابل کې خپليپخوانۍ ژمنې د یوې ګډي اعلامې په خپرولو تازه کړي .

که څه هم طالبان وايي چې د اخیريامریکا ييتر وتلو به جګړې ته دوام ورکوي،خو اوس داسي ښکاريچې د امریکا او طالبانو د نېژدې یو نیم کال خبرو اترو وروسته طالبان له خپلي دې غوښتنې پر شا شوي دي .‌

ولسمشر ټرمپپه بیا بیا ویلي دي چې په افغانستان کې به استخباراتيحضور ساتي او امریکا يي پوځ به په قراره له افغانستان نه اوباسي‌.

د یادولو ړده چې تېره یوه اونۍ د رواني (۱۹) کلنې جګړې په ترڅ کې یوه ارامه اونۍ وه چې دافغانستان خلکو ته یې د سولي په تړاو هیليورپیدا کړي دي .

افغانان وايي چې سوله یې په هیواد را ګډه شوې ، خو لا هم زیات کار ته اړتیا لري‌.

پر افغان حکومت هم د سوليد ګډوډولو ډېر تورونه پوريشويوو ، خو اوس داسيښکاريچې افغان حکومت هم د سوليله راتګ سره خپل دریځ نرم کړی دی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.