The news is by your side.

ولس ژغورنې غورځنګ د مخابراتو وزارت دروازه وتړله

خبریال ډاټ کام: په پلازمېنه کابل کې د ولس ژغورنې غورځنګ په نوم یوې ټولنې د لسګونه کسانو په شتون کې د انټرنېټ د لوړو بیو له امله د افغانستان د مخابراتو وزارت دروازه وتړله.

دغه غورځنګ وایي، چې په دې وروستیو کې ورسره د مخابراتو وزارت ژمنه کړې وه چې ګواکې په افغانستان کې به د انټرنېټ ټولو شبکو بیې راټیټي کړي، خو یاد وزارت دا ژمنه لاهم نه ده پوره کړې .

په کابل کې د ولس ژغورنې غورځنګ ټولنه وایي، چې مخابراتو وزارت له لوري د دغو ژمنو د نه پوره کولو له امله دوی اوس د مخابراتو وزارت دروازه تړلې ده.

یاد غورځنګ وایي، چې د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د انټرنېټ بیې ډیرې پورته دي چې په دا وروستیو کې کاروونکي هم ډیر شوي دي.

د ولس ژغورنې غورځنګ غړی ضیا ودان وایي، چې له نن سهار راهیسې د یاد وزارت دروازه تړلې ده، خو مخابراتو وزارت د ادارې د معین په مشرۍ بو پلای هم ورته د خبرو لپاره رالېږلی دی، خو زیاتوي چې اعتراض به دوام ولري.

ضیا ودان زیاتوي، چې د افغانستان د مخابراتو وزارت دروازه یې د سلګونه مامورینو او یاد وزارت د وزیر پر مخ تړلې ده چې هدف یې ترې ولس ته د انټرنېټ بیو راکمول دي.

دوی په داسې حال کې د مخابراتو وزارت دروازه تړي چې په دا وروستیو کې یاد وزارت د افغان ټیلیکام او سلام شرکتونو د انټرنیټ بیې ۳۰ سلنه راټیټې کړې.

د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر “محمد فهیم هاشمي” تېره اونۍ د ولس د پرله پسې شکایتونو له امله په یوه خبري کنفرانس کې له افغانانو سره ژمنه وکړه چې د سلام او ټېلېکام شرکتونو سربیره به ډیر ژر نور خصوصي شرکتونه هم د انټرنېټې بیې راکمي کړي.

نوموړي هغه مهال خصوصي مخابراتي شرکتونو ته خبر ورکړ چې ژر دې د انټرنېټ بیې راښکته کړی، خو لاهم دا چاره نه ده عملي شوې .

فهیم هاشمي زیاتوي، چې د انټرنېټ استعمال دا مهال د افغانانو یوه ستره اړتیا بلل کېږي چې په همدې موخه به د ټولو افغانانو غوښتني واورېدل شي او د عملي کولو پر موخه به یې دوی ګامونه پورته کړي.

نوموړې ژمنه کړې ده چې د لوړ کیفیت انټرنېټ بیې به د افغانانو لپاره راټیټي شي.

نوموړي پخوا هم د یوې اونۍ وخت اخیستلو ژمنه کړې وه چې ګواکې د انټرنېټ بیې به په اووه ورځو کې راټیټي کړي، خو تر اوسه لا په خصوصي شبکو کې دا بیې نه دي راټيټی شوي.

د انټرنېټ د بیو په اړه وروسته له هغې ولس غبرګون وښود کله چې د مخابراتو وزارت اعلان وکړ چې دوی خصوصي شرکتونو ته یو جي بي انټرنېټ په خورا کمه بیه ۹ افغانۍ ورکوي، خو دوی د ۱۲۰ نیولې تر ۲۵۰ افغانیو پورې په خلکو پیري.

د ولس ژغورنې غورځنګ ټولنې د نننۍ احتجاج پر مهال وویل، چې د دوی اعتراضونه به تر هغې پورې دوام ولري څو پورې چې د انټرنېټ بیې نه وي راټيټي شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.