The news is by your side.

امریکا: نن د افغانستان لپاره تاریخي ورځ ده

خبریال ډاټ کام: داچې نن د ورځې په اوږدو کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ژمنې سره سم د سولې تړون لاسلیک کېږي له همدې امله په کابل کې د امریکا سفارت وایي، چې دا ورځ د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ بللی شو .

په کابل کې د امریکا سفارت په یوې لنډې اعلامیه کې ویلي دي چې نننۍ ورځ د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده او دوی هم له افغانستان سره ولاړ دي.

امریکا وایي، چې د طالبانو سره د تړون لاسلیک کول د سولې د ټینګښت او د روښانه راتلونکې لپاره ښې هڅې دي چې دوی به ورته لار پرانیزي.

ویل کېږي چې په قطر کې به شاوخوا درې بجې د طالب مشرانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د بهرنیو لوړ پوړو چارواکو په شتون کې لاسلیک کړی شي.

له قطر وروستي معلومات هم دادي چې هلته بشپړ چمتو والی نیول شوی دی او د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرینو چارو وزیران هم ورسېدلي دي چې په نننۍ غونډه کې به ګډون وکړي.

د معلوماتو له مخې ممکن د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې دا تړون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د طالبانو له لوري د ملا برادر په مشرۍ لاسلیک شي.

بلخوا طالب چارواکو خبر ورکړی دی که چېرې یاد تړون مایک پمپیون امضا کړي ، نو د دوی له لوري به یې هم ملابرادر لاسلیک کړي،خو که چېرې تړون بل امریکایي چارواکي لاسلیک کړي په دې ترتیب به یې د طالبانو بل مشر لاسلیک کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم څو شېبې وړاندې د دغې مهمې غونډې په اړه په یوې مرکه کې وویل، چې د تاوتریخوالی د کمښت اونۍ تېره شپه پای ته رسېدلې ده، خو نن به هم د جګړې ګراف ټیټ وي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې دواړه لوري امریکا، طالبان نن په بشپړه توګه د هوکړې لاسلیک کولو ته اماده دي چې
په دې سره به بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.

مجاهد زیاتوي، چې دواړه لوري ګڼ مېلمامه لري چې ټول لا له وړاندې قطر ته رارسېدلی دي او لاهم را روان دي.

نوموړي دغه ورځ د افغانستان لپاره بلکې د افغانانو لپاره یوه تاریخي ورځ وبلله چې په دې سره به سولې ته د رسېدو پر موخه ستر ګام واخیستل شي.

د سولې تړون د لاسلیک پر موخه په قطر کې ” شیرینتن ” په نوم ترټول ښه او مشهوره هوټل هم ځانګړی شوی دی چې پکې به یاد تړون لاسلیک کړی شي.

افغان حکومت د دغې تړون د لاسلیک پرموخه خوښي ښودلې ده او دایې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ستر ګام وباله چې یو قدم نور هم ورنږدې شوي.

ویل کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې تړون له لاسلیک دوه اونۍ وروسته بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي چې حکومت او طالبانو ورته تیاری ښودلی دی.

افغان حکومت وایي، دوی په بشپړه توګه بین الافغاني مذاکراتو تیار دي چې د دغې تړون له لاسلیک وروسته به ډیر ژر په قطر او یاهم په بل کوم هېواد کې پیل شي.

د یادولو ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک له امله ټولو افعانانو خوښي ښودلې ده او وایي چې ډیر ژر به دوی سولې ته ورسیږي.

قطر نن د یوې مهمې پرېکړې کوربه دی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.