The news is by your side.

وایګلي ځوانان په زلمیتوب کې ځانګړی لباس لري

خبریال ډاټ کام/ دره نور د ننګرهار غره ییزه، له ښکلا ډکه ، تر ټولو امنه او زړه راښکونکې ولسوالي ده.

له منظرو ډکه دا ولسوالي د ننګرهار ولایت شمالي لورې ته پرته ده.

 

د دې سیمې خلک په پښتو او پشه یي ژبو خبرې کوي. د دې ولسوالۍ اوسیدونکي ډيری په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.

د معلوماتو له مخې دره نور ولسوالي شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ نفوس لري.

 

کلتور:

په دې ولسوالۍ کې د شته کلیو دودونه که څه هم په ټولیز ډول یو شان دي خو، شته داسې کلي، چې ځانګړی پخوانی کلتور پکې تر سترګو کیږي.

 

د دره نور ولسوالۍ یو شمیر کلي ، چې ښار ته نږدې دي او راکړه ورکړه تر ډيره له دې ځایه کوي په دې سیمو کې د ښاري فرهنګ اغیزې تر سترګو کیږي.

 

خو په دره نور ولسوالۍ کې د وایګل د کلي اوسیدونکي اوس هم هغه کتلور، چې دوی ته له نیکونو پاتې ژوندی ساتلی دی.

 

وایګلي ځوانان د ځواني په موسم کې ځانګړی لباس په تن کوي، چې د نورو سیمو له اوسیدونکو سره ډیر توپير لري.

 

د وایګل د کلي ځوانان د ځوانۍ پرمهال ځانګړي کالي، ځانګړې خولۍ، اوږده ویښتا، سرې او تورې سترګې او د غوږ د پاسه  رنګارنګ ګلان ږدي.

 

ځوانان یې وایي، دا دود ورته له نیکونو پاتې دی او اوس یې دوی د ځوانۍ په موسم کې ژوندی ساتي.

 

وایګلي ځوانان وایي له ښاري فرهنګه ښه خبر دي، خو  د دوی په خبره د پلار او نیکه پخوانی کلتور نشي هیرولای.

 

دوی وایي، تر ډیره هغه وایګلي ځوانان دا ډول لباس خپلوي، چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته شي او دغه راز بیا له ۲۰ کلنۍ پورته عمر کې عادي کالي په تن کوی او یواځې پکول په سروي.

 

د دې ځانګړي لباس ټوټه له کومه کوي؟

وایګلي ځوانان وایي، دوی،  چې کوم لباس په تن کوی او خولۍ په سرودي د دې ټوټه ورته د پاکستان له چترال سیمې راځي.

 

ځوانان یې وایي، د ټوټې له راوړو وروسته بیا دلته د دې هنر استادان لري، چې دوی ته دا ځانګړی لباس چمتوکوي.

 

په دره نور کې ځانګړي نور دودونه هم شتون لري خو د دې دود په لیدو سړي ته د غرو رغو هغه ښکلې منظرې ور یادې شي ، چې په لیدو یې ذهني آرامښت رامنځته کیږي.

 

له ښکلاوو ډکه دا ولسوالۍ د هېواد په کچه مشهور ده او له بیلابیلو ولایتونو خلک ننګرهار او بیا دره نور ولسوالۍ لید ته راځی.

 

سوله او امن چې وي ښکلا او ښایست ډیر وي او خلک یې هم تر ډیره د لیدو لیوالتیا لري هغه چې دره نور ولسوالي ترې برخمنه ده.

لیکوال: فقیرمحمد فقیرزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.