The news is by your side.

مکسویل له خپلې هندۍ ملګرې سره کوژده وکړه

خبریال ډاټ کام/ د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې پياوړي الراونډر لوبغاړی ګلین مکسویل له خپلې هندۍ ملګرې سره کوژده وکړه.

د مکسویل هندۍ ملګرې ویني رامان نومیږي.

مکسویل له ویني رامان سره له شاوخوا دوه کالو راهیسې ملګرتیا لرله، خو وروسته مکسویل ورته د کوژدې وړاندیز وکړ، چې په کوژدن بدله شوه.

مکسویل په ټولنیزو شبکو کې له وینې رامان سره د ګډو انځورونو په خپرولو سره د کوژدې اعلان کړی دی.

له مکسویل وروسته وینې رامان هم په خپل انسټاګرام باندې ګډ انځورونه خپاره کړي دي او  کوژدې اعلان یې وکړ.

ویني رامان په خپل انسټاګرام کې لیکلي: (( تیره اونۍ ماته زما د خوې کس د واده وړاندیز وکړ)).

د مکسویل او رامان ترڅنګ د کرکټ  مشهورو لوبغاړو  هم دواړو ته مبارکي ورکړې او هغوی ته یې د خوښ ژوند غوښتنه کړې ده.

اسټرالیایي کرکټرماکسویل تېر کال په اکتوبر میاشت کې د دماغي ناروغۍ له کبله له لوبو څخه د لنډې مودې لپاره کنیول شوی څو هغه ځان ارامه کړي او له روغتیا وروسته بیرته لوبو ته راستون شي.

مکسویل اسټرالیایي ۳۱ کلن الرونډر اسټرالیا هېواد لپاره ټول ټال ۱۷۸ نړیوالې لوبې کړي او له مارکس وروسته یې په بیګ باش کې تر ټولو زیاتي ۳۹۸ منډې کړي دي.

ویل کیږي چې مکسویل به په راتلونکې شل اوریز نړیوال جام کې هم د خپلې لوبډلې لپاره ولوبیږي.

هغه له استرالیا ور اخوا په نورو هیوادونو کې په زیات شمیر مینه وال لري او د لوبې ننداره یې کوي او خوند ترې اخلي.

مکسویل په نړۍ کې د چټک توپ وهوني په نوم هم شهرت لري او کله چې لوبغالي ته د توپ وهنې لپاره راستون شي مینه وال یې یواځې د لوړو شاټونو ننداره کوي.

مکسویل  هند په غوره لیګ سیالیو کې هم د ښو لوبغاړو په نوملړ کې پلورل کیږي او تر ډیره پرې د خو لوبو حساب هم کیږي.

نوموړی زړه ور لوبیږي او همدې زړورتیا په هر لوبغالي کې ځلولی دی.

مکسویل د توپوهنې ترڅنګ یو ښه سلو توپ اچوونکی هم دی او په خورا ښه انداز سپین باولینګ کوي.

هغه په لوبغالي کې د لوبو پرمهال په خورا آرام ذهن سره لوبیږي چې همدې خاصیت یې په نړیوالو هم ګران کړی دی.

مکسویل د کرکټ په نړۍ کې د هند په غوره لیګ سیالیو کې په نړیواله کچه مشهور شو او مینه وال یې هم زیات شول.

هغه اوسمهال هم د استرالیا د کرکټ په ملي لوبډله کې لوبیږي او ښايي راتلونکی شل اوریز نړیوال جام هم ولوبوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.