The news is by your side.

په تشه معده د اوبو څښلو ګټې

خبریال ډاټ کام/ اوبه هغه ماده ده ، چې په انساني ژوند کې حیاتې رول لري او په نشتون کې یې انسان د مرګ له ګواښ سره مخ کیدلی شي.

په نړۍ ټول شته ژوندۍ موجودات پرته له اوبو ژوند نه شي کولای.له ابو څخه د ژوند په هره برخه کې په بیلابیل ډولونو ګټه اخیستلای شو چې د ژوند لپاره اړین دي.

که څه هم د اوبو له څښلو پرته ژوند ناشونی دی خو د دې حیاتې مادې څښل په نهاره بیا بې حده روغتیايي ګټې لري. روغتیا پالان وایي، چې په نهاره د تودو اوبو څښل  سل په سلو کې د لاندې ذکر شویو شیانو لپاره په ګټه دي.

شدید سر درد ، د وېنې فشار، د مفاصلو درد، فلج، د زړه شدید یا چټک زربان، غوړ، د ستونې درد، نری رنځ، د شیریانونو پړسوب او هر هغه ناروغي چې د ادرار سیستم پورې اړه ولري.

د دې سربیره د تودو اوبو څښل د اسیدونو ډیریدل او د معدې التهاب، د اشتها کمښت یا نشتوالی او هر هغه ناروغي چې سترګو، غوږونو او حنجرې پورې اړه ولري ډیره ګټوره تمامیدلای شي.

اوبه څښل ګټه لري خو د ګټې لرلو ځانګړي وختونه لري چې باید په هغه وخت کې وڅښل شي څوله ګټو یې برخمن شو.

د اوبو څښلو ګټور وخت:

هر سهار وختي له خوبه د پورته کیدلو پرمهال  په تشه معده څلور ګیلاسه اوبه څښل مو په ژوند کې له ډیرو سختو ناروغیو ژغوري.

کله چې اوبه سهار مهال څښئ باید معتدله وي.

روغتیاپالان وایي، د اوبو له څښلو وروسته ۳۰ تر ۴۰ دقیقو باید څه ونه خوړل شي څو هغه شته ګټې یې بدن ترلاسه کړي.

دوی وایي د سهار مهال د اوبو څښل هغه مهال وي، چې بدن د حجرو بخار، هایدرایتونه او انرژي د تازه اکسیجن په مرسته مصرفوي.

دوی په دې باور دي چې وایي، د سهار مهال د اوبو څښل مو عمر اوږدوي او سړی ځوان ساتي او دغه رازکولای شي د بدن ټول داخلي غړي پاک وساتي.

که په لومړیو کې د څلورو ګیلاسونو په څښلو عادت نه یاست هڅه مه کوئ په زوره یې وڅښئ.

ځیني خلک لومړیو کې د ۴ ګیلاسه اوبو څکلو سره ستونزه لري او نه شي کولای په یو وخت کې څلور ګیلاسه اوبه وڅښي نو دوی کولای شي په لومړیو کې له کمو اوبو څښکلو څخه پیل وکړي.

په لومړیو کې یو ګیلاس وڅښي بیا یې ورو ورو ډیر کړي څو څلورو ګیلاسونو ته ورسیږي.

نو پر دې اساس تل معتدله ګرمې اوبه وڅښئ او له سرو یا جوش اوبو څښلو څخه ډډه وکړئ ځکه سرې اوبه کولای شي خولې او مرۍ ته زیان ورسوي.

خو په ټوله کې روغتیایي کارمندان له ورزش وروسته د ګرمو او معتدله اوبو له څښلو تاسې منع کوي.

دوی وایي له ورزش وروسته د ګرمو اوبو له څښکلو څخه ډډه وکړئ ځکه چې له تمرین یا ورزش وروسته د انسان بدن تودوخه په خپله لوړیږي.

لیکوال : فقیرزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.