The news is by your side.

د ۲۰۲۰ کال اسیا جام کوربه توب پاکستان له لاسه ورکړ

خبریال ډاټ کام: پاکستان هغه اجازت چې د کرکټ اسیایی شورا څخه یې ترلاسه کړې وه چې ګواکې د راتلونکي ۲۰۲۰ کال اسیا جام سیالۍ به په پاکستان کې ترسره شي هند رد کړه او خبر یې ورکړ چې اسیا جام به بیاهم په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

دا خبر د هند د کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي تېره ورځ رسنیو ته د خبرو پر مهال تایید کړه او وې ویل دا هیڅ امکان نلري چې داځل اسیا جام سیالۍ دې په پاکستان کې ترسره شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د اسیا جام سیالۍ به د تېر په څېر په متحده عربي اماراتو کې پر بیلابیلو لوبغالو باندې ترسره شي چې لا له وړاندې به ورته مهم تدابیر هم ونیول شي.

سارو ګنګولي وویل، چې د هند او پاکستان د یو لړ کړکیچ له امله به د اسیا جام سیالۍ نه په هند او نه هم په پاکستان کې ترسره شي چې له همدې امله ورته متحده عربي امارات ښه او مناسب ځای دی.

نوموړي په ډاډ سره وویل، چې په اسیا جام سیالیو کې به دواړه سیالې لوبډلې هند او پاکستان په متحده عربي امارتو کې سره مخ شي، نه په پاکستان کې.

په لومړیو کې ټاکل شوې وه چې د اسیا جام سیالیو ټولې لوبې به په پاکستان کې ترسره شي، خو هندۍ لوبډلې ونه منله چې دوی هیڅ کله هم پاکستان ته د سیالیو کولو پر موخه نه ځي.

دواړه هېوادونه د یو لړ سیاسی ستونزو له کبله په ځانګړیو سیریزونو کې نه مخ کېږي، یوازې په شل اوریز، پنځوس اوریز او اسیا جام سیالیو کې سره مخ کېږي چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري برابرې شوي وي.

له دې وړاندې هم داسې ګونګسې وي چې ګواکې هند په پاکستان کې د راتلونکې اسیا جام کولو سره مخالفت ښودلی دی او خبر یې ورکړی و چې دوی پکې نه لوبیږی، خو اوس یې مسوولین وایي، چې اسیا جام به په اماراتو کې د تېر په څېر ترسره شي.

هغه مهال پاکستان هند ته ګواښ کړی و او ویلي و، که چېرې تاسې د اسیا جام سیالیو ته پاکستان ته نه راځې، نو دوی هم د ۲۰۲۱ کال شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کې چې په هند کې ترسره کېږي ګډون نه کوي.

خو د هند له لوري په شوې پرېکړه کې نه له افغانستانه او نه هم له سریلانکا او بنګله دېش څخه نظر اخیستل شوی دی، خو په منځګړي هېواد کې فیصله کړې ده.

په راتلوني اسیا جام سیالیو کې به افغانستان، پاکستان، هندوستان،سریلانکا،بنګله دېش لوبډلې نېغ په نېغه ګډون وکړي، خو شپږمه لوبډله به د غوراوي پړاو څخه د عمان، متحده عربي اماراتو، هانکانګ، نیپال او د اسیا نورو دویمه درجه هېوادونو څخه لار پیداکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.