The news is by your side.

چارواکي: تېرو ۴۸ ساعتونو کې کندهار کې ۱۱۹ طالبان وژل شوي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۱۴۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار نظامي شورا خبریال وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د دې ولایت په ډنډ، ارغنداب ژړۍ، معروف او پنجوايي ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۱۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۹ نور مرګوني دي.

سرچینه لیکي، په وژل شویو طالب ترهګرو کې احسان الله شبکه احسان، ملانورمحمد شبکه حبین، ملاتاج محمد شبکه تاجیبي، ملاسیدمحمد شبکه حقاني او ملانصیب الله شبکه زبیر په نوم مشهور قوماندانان هم شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو تصفیوي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو اووه بابه پټنځایونه، ۴۵ کړۍ ماینونه، یو هاموي ټانګ، یو رنجر او یو شمېر نورې سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او د ترهګرو د ځپلو په موخه ګډ تصفیوي عملیات په شدت دوام لري.

خو وسله والو طالبانو بیا له خپله اړخه په جګړې کې د پرمختګ خبره کوي او وایي چې لسګونه امنیتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او په بېلابېلو ولسوالیو په ځانګړي ډول ارغنداب ولسوالۍ کې یې ګڼ شمېر کلي بېرته نیولي دي.

بل خوا امریکايي ځواکونو ویلي چې د دوحې د تړون له مخې یې د افغان ځواکونو د دفاع په موخه د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې هوايي بریدونه کړي او یو شمېر طالب جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو د امریکايي ځواکونو په غبرګون کې ویلي چې دوی د دوحې د تړون خلاف په ژړۍ ولسوالۍ کې پر غیرجنګي سیمو بریدونه کړي او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو زرګونه کورنۍ ښار ته ګډه شوې دي، چي د سرپناه ځایونو د نشتون ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

له یوې خوا په هېواد کې د جګړې شدت او له بلې خوا په دوحه کې د سولې مذاکراتي ټیمونو شل ورځنۍ رخصتي عام افغانان سخت ناهیلي کړي دي.

 

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.