که د سولې پاتې خبرې په هېواد کې دننه ترسره شي، څه ګټه به وي؟

خبریال وېبپاڼه/ د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې مذاکراتي ټیمونو د شلو ورځو لپاره دمه اخیستې، غواړي کورونو ته لاړ شي، دمه وکړي او شل ورځې وروسته بیا قطر ته وګرځي.

په قطر کې د افغان پلاوي له منځه یوه کس ویلی یې دي چې ښايي بل سبا دوی کابل ته روان شي.

که څه هم تر اوسه رسماً نه افغان دولت او نه هم طالبانو په خبرو کې د شل ورځنۍ دمې راتلو په اړه څه نه دي ویلی، خو د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په تازه ټویټ کې ویلي، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید په هېواد کې دننه پر مخ یوړل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان دولت د ځای په اړه ملاحظه نه لري او طالبانو ته وړاندیز کوي چې هر چېرته دوی وغواړي هلته به د تاسیساتو په ګډون د خبرو لپاره بشپړه امادګي ونیسي او خبرې به پر مخ یوسي او په خبره یې، په دې توګه به خبرې ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي، مذاکره ‌کوونکي پلاوي به د خپلو هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نږدې او په ښه ډول خبر وي او له بې ځایه لګښتونو به هم مخنیوی شوی وي.

که څه هم د سولې خبرو د شل ورځني ځنډ اساسي علت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، خو د حمدالله محب له څرګندونو داسې ښکاري چې دغه کار دستوري شوی او د هېواد دننه د بین الافغاني خبرو اترو د ترسره کولو ارزښت ته په پام هڅه کېږي، چې پاتې خبرې دلته ترسره شي.

که د پردې تر شا رښتیا داسې څه وي، افغان دولت طالبانو ته دا وړاندیز کړی وي او یا د دواړو لوریو په خوښه داسې څه پرېکړه شوې وي، چې د خبرو نور پړاوونه دې دلته ترسره شي، دا یو ډېر ښه اقدام دی او لږ تر لږه مذاکراتي ډلې په ځانګړي ډول طالبان به دلته د جګړې بل شوی اور احساس کړي.

ښه ده چې د سولې مذاکرات روان وي، په شاوخوا کې یې د نن، پرون او بلې هرې ورځې په څېر څو راکېټونه ولګېږي، مرکچیان وترهېږي، خبرې پاتې او هر چا سره د ځان ساتلو غم پیدا شي. په دې سره به ښکېل لوري د افغانانو ګډ درد احساس کړي. د هغوی د هرې ورځې له ماتم نه به خبر شي، خدای خو مهربانه دی چې پر زړونو یې لږ د رحم اوبه تویې شي او نور په هېواد کې روانه خونړۍ جګړه چې هره ورځ د لسګونو هېوادوالو ژوند اخلي، پای ته ورسېږي، د سولې پروسه چې څومره افغاني کېږي، هماغومره اسانه او په بریا مخته ځي.

که طالبان دغه وړاندیز ومني، د سولې بهیر به د پردیو له ډېرو مداخلو وساتل شي او دغه ډله به په نسبي خپلواکۍ سره خبرې وکړي، مصارف او د پردیو منت به هم ورسره کم شي او په یو ډول به دواړه اړخونه د وطن د مالکیت احساس وکړي او د روانې ناروا جګړې د پای لپاره به رښتیني ګامونه واخلي.

دا د سولې خبرو اترو د بریا او افغاني کېدو لپاره ښه وړاندیز دی هیله ده طالبان یې ومني؛ خو که یاد وړاندیز ردوي، د طالب ګروګان حالت به نور هم بربنډ او د اویا سلنه خاورې د مالکیت مدعي ډله به ښه پسې بې ابرو شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More