پښتو ته پخپله پښتنانه چارواکي په ټیټه سترګه ګوري
لیکوال: هادي مخلص
خبریال وېبپاڼه/ په اساسي قانون کې پښتو او دري دواړه د هیواد رسمي ژبې ګڼل شوي دي، خو له بده مرغه په دولتي ادارو کې د دې دواړو ژبو ترمنځ انډول نه دی ساتل شوی او له وخته پښتو ژبه له پامه غورځول شوې، چې له امله یې له یوې خوا دولتي ادارو کې پښتانه له ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا له پښتو سره دغه توپیري چلند د پښتنو او دري ژبو ترمنځ واټن رامنځته کړی دی.
پښتو ته خدمت کول یوازې د پښتنو ژبپوهانو، شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو کار نه دی، بلکې پښتانه چارواکي هم په دې برخه کې ستر مسوولیت لري، دوی که وغواړي خپلې ژبې ته خدمت وکړي، نو ښه او آسانه لار یې داده چې په خپله ژبه ونه شرمیږي او په ډیر زړورتوب په خپله ژبه لیکل وکړي. زه دا نه وایم چې په دري ژبه دې هیڅ نه لیکي، خو که دومره وکړي چې په پښتو ژبه لیکل شویو عریضو دې په پښتو احکام ولیکي، له دې سره به د عریضې وړاندې کوونکي تشویق او خوشحاله شي.
ژبه څلور مهارتونه لری چې لومړی مهارت یې اوریدل دوهم یې خبرې کول، درېیم یې لوستل او څلورم مهارت یې لیکل دي. که له پورتنیو مهارتونو څخه یو مهارت کم وي نو ژبه ناقصه ده. ډیر خلک دي چې په خپله ژبه خبرې کوي خو لوستل او لیکل نه شي کولای؛ دی خلکو ته بې سواده وايي، با سواده خلک هغه دي چې لیکل او لوستل یې زده وي. زمونږ ډیر شمیر پښتانه شته چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده؛ خو په پښتو ژبه لیکل نه شي کولی ددې وجه دا ده چې یا خو له خپلې ژبې سره علاقه نه لري چې لیکل زده کړي او یا هم په خپله ژبه له لیکلو څخه شرمیږي او دا هم کیدای شي چې د دري ژبو د خوشحالولو په خاطر په دري لیکل کوي. په حکومت کې یو شمیر پښتانه وزیران، والیان، معینان، رئیسان او نور ډیر چارواکي شته چې پښتانه دي، خو له بده مرغه دوي په پښتو لیکل نه کوي، تر څو چې دا پښتانه چارواکي په خپله اداره کې پښتو ته توجه ونه کړي او پښتو ژبې ته د خدمت کولو احساس ونه لري، نو پښتو به همداسې بې موره او بې پلاره یتیمه ژبه پاتې وي. ډیر خلک دا خبره کوي چې نن سبا ډیر تلویزیوني چینلونه په پښتو خپرونې کوي، ډیرې رسنۍ په پښتو ژبه لیکنې کوي، ډیر شمیر پښتو کتابونه چاپ شوي او چاپیږي .
زما په نظر یوازې په پښتو ژبه تلویزیوني چینلونه، په رسنیو کې په پښتو لیکنه او د کتابونو نشرول کافي نه دي، ژبه هغه وخت رسمیت پیدا کوي چې هغه دفتري شي، د ژبې دفتري کیدل د ژبې حیثیت ته فایده رسوي؛ که ژبه دفتري نه شي نو رسمیت پیدا کولای نه شي. په مورنۍ ژبه د تعلیم موضوع اساسي موضوع ده، که یو شاګرد په خپله مورنۍ ژبه تعلیم وکړي؛ نو بیا هغه کولای شي پخپله ژبه لیکل وکړي، که چیرې داسې ونه شي نو هغه شاګرد نه شي کولای په خپله مورنۍ ژبه خط او کتابت وکړي. په پښتونخوا کې خلک پښتانه دي، په پښتو ژبه خبرې کوي خو اکثریت پښتانه هلته په پښتو لیکل نه شي کولای، دا ځکه چې هغوی په پښتو ژبه تعلیم نه دی کړی؛ نو ځکه دا خبره کوو چې تعلیم په مورنۍ ژبه ضرور دی. د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د پاد شاهۍ دور د پښتو ژبې د پرمختک لپاره یو طلایي دور و، د هغه په دور کې د پښتو ژبې ته ډیر کار وشو او دا کار د پښتو ژبې او ادب د آسمان پنځو ستورو او ځینو نورو پښتنو پوهانو او استادانو وکړ. په دې خدمت کې د ارواښاد وزیر محمد ګل مومند هم لوی لاس و. له کومې ورځې څخه چې د ظاهر شاه تخت نسکور شو؛ نو له دې سره د پښتو د ترقۍ او پرمختک کاروان چې په تیزۍ مخ په وړاندې روان و ډیر ورو شو، د پښتو ژبې د دښمنانو له خوا د دې ژبې د ترقۍ په وړاندې ډیر خنډونه واچول شول، چې دا یو جلا بحث دی او بیا به ورباندې خبرې وکړو.
اوس که زمونږ پښتانه چارواکي که واقعا نه غواړي چې له خپلې ژبې سره جفا وکړي او که غواړي په رښتیا خپلې ژبې ته خدمت وکړي نو غوره لار یې دا ده چې په خپله ژبه لیکل وکړي او په خپله ژبه احکام ورکړي. همداشان دولت ته ښايي چې د پښتو رسمي ژبې ته د خدمت کولو په موخه په ښوونځیو کې په مورنۍ ژبه په کامل ډول د شاګردانو لپاره د تعلیم اسانتیاوي راولي.
د داسې ورځې په هیله چې په هېواد کې ژبنی تعصب ورک او د پښتو او دري ژبو ترمنځ توپیري چلند ختم کړل شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.