The news is by your side.

رحمت الله نبیل؛ دا ځل دې خلک سياسیون قرباني کړي

رحمت الله نبیل؛ دا ځل دې خلک سياسیون قرباني کړي

خبريال وېبپاڼه/ دا چې افغانستان د پریکړې او تصمیم نيونې يوه حساس پړاو ته رسېدلی دی، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې خبرې پيل شوې دي که څه هم اوس پکې يوه وقفه راغلې خو خبرې به درۍ اونۍ وروسته پيل شي، په دې مرحله کې چې د خبرو په پايله کې به اوسنی جوړښت بدلېږي حکومت اړ دی ځينې مهم تصميمونه ونيسي.

اوس داسې یو وخت رارسېدلی دی چې بايد طالبانو ته هم په حکومت کې سهم ورکړل شي، داسې يوه ډله چې په ۱۹ کاله جګړه کې امريکا مجبوره شوې وي د هغوي شرایط ومني او خبرو ته ورسره کېني په حکومت کې په عادي برخه قانع کېږي هم نه.

اوس نو د حساب وخت دی، په دا ډول وختونو کې ډېر وخت د واک څښتن تيار نه وي چې واک پرېږدي، په تېره بيا افغان مشران، که تاریخ مطالعه کړو نو ډېر وخت په دې هېواد کې سياسیونو خلک قرباني کړي دي، په سوله ايز ډول يې د واک وېش او يا هم لېږد رد کړی دی، په هېواد کې د جګړې او وحشت سبب شوي دي او خلک يې د ځان قرباني کړي دي.

نبيل وايي دا ځل دې قرباني سياسيون شي
خو د افغانستان د استخباراتو دا پخوانی چارواکی وايي دا ځل بايد سياسيون قرباني ورکړي، ځکه تل خلکو قرباني ورکړې ده د څو کاله اضافي قدرت لپاره سياسیونو خلک قرباني کړي دي اوس نو بايد خلک سياسیون قرباني کړي، سياسيون د واک چوکۍ ترک کړي او په هېواد کې د هر ډول اغتشاش مخه ونيسي.

د نبيل په خبره که سياسیونو خپل کار په سم ډول کړی وی، کار يې اهل کار ته سپارلی وی، نو نن به ددوی دداسې يوې سختې پریکړې او قربانۍ سره نه و مخ، نبيل وايي چې د حکومتي چارواکو غیرې مسلکي توب او ځان غوښتنې ددې سبب شوې چې اوس ان د کابل ولسوالۍ هم د نا امنۍ شاهدې شي او د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله نوره هم زياته شي.

خلکو په حکومت باور له لاسه ورکړی دی
رحمت الله نبيل وايي چې حکومت هغه څه ونکړل چې د يو حکومت سره ښايي، د نبيل په وينا چې حکومت خپل وزن ونشو ساتلی او خپل اعتبار یې د خلکو په منځ کې له لاسه ورکړ، رحمت نبيل په دې څرکندونو کې وويل چې حکومت د طالبانو د غوښتنو يا نور مسلو کې په اول سر کې هغه غوښتنه رد کړي يا یې هم سره کرښه اعلان کړي خو وروسته بيا همدا سره کرښه ترپښو لاندې کړي، نبيل وايي د حکومتونو سره دا ډول بې جديته چلند نه ښايی، يا بايد په لومړيو کې خپل خبره سنجيده وکړي او يا وروسته د خپلې خبرې تر شا ودرېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.