The news is by your side.

سرپل کې بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه

خبریال وېبپاڼه/ د کرهڼې او مالدارۍ وزارت وايي، په سرپل ولایت کې دوه زره او پنځه سوه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تخمونه د سرپل ښار مرکز او د دې ولایت د سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو پر یو شمېر بزګرانو په وړیا توګه وېشل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، د سرپل والي عبدالقادر اشنا له بزګرانو غوښتنه کړې، چې د کرهڼې ریاست د حرفه يي کارکوونو په سلا مشورو دې دغنمو اصلاح شوي تخمونه وکري؛ ترڅو ښه حاصلات تر لاسه کړي.

د خبرپاڼې په حواله، هغه ګواښ وکړ چې هیڅ بزګر ددې غنمو د پلور حق نه لري او که چېرې دا غنم خرڅیږي له پېرېدونکو او پلورونکو سره قانوني چلند کیږي.

بل خوا د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدسلیم رنجبر وايي، دوی د “زوا” دفتر په همکارۍ له یوې دقیقې سروې وروسته د سرپل ښار مرکز او ددې ولایت د سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو پر دوه زره او ۵۰۰ بزګرانو پنځوس ـ پنځوس کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او همدا راز پنځوس ـ پنځوس کیلوګرامه سپینه او توره سره وېشي.

هغه ویلي، چې ددې لړۍ تر بشپړېدو وروسته د سرپل د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا به برخمن شوي بزګران د غنمو د تولید او پروسس په برخه کې وروزل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.