د لوګر ۱۰۰ ښوونځي په اړینو لابراتواري توکو سمبالېږي
خبریال وېبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت د مرکز پل علم او ولسوالیو د نجونو او هلکانو پر ۱۰۰ ښوونځيو د ۲۷۰۰ قلمه اړینو لابراتواري توکو د وېش بهیر پیل شو.
د یاد ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد توکي د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز لخوا برابر شوي، چې شاوخوا یو میلیون افغانۍ ارزښت لري.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه توکي به د نجونو او هلکانو پر ۱۰۰ ښوونځیو ووېشل شي، چې هر ښوونځي ته به ۲۷ قلمه بیلابیل لابراتواري مواد ورکړل شي.
سرچینه لیکي، د نوموړو توکو په وېشلو سره به یاد ښوونځي لا په لابراتواري توکو مجهز شي او هم به د عملي زده کړو په برخه کې د زده کوونکو ډېرې ستونزې هوارې شي.
د سرچینې په وینا، په یادو توکو کې د زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره د ساینسي او ریاضي مضمونونو لابراتواري توکي، د لمریزې برېښنا سولر او بېټرۍ شامل دي.
د معلوماتو له مخې، په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شته، چې ۱۴۰ ښوونځي لابراتوارونه او ۱۳۳ نور ښوونځي لابراتوارونه نه لري.
لوګر پلازمینې کابل ته په ۶۰ کیلومټرۍ کې پروت دی، چې د ځینو ولسوالیو یو شمېر کلي یې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي او وخت ناوخته له دغو ښوونځیو څارنه ترسره کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.