The news is by your side.

بلوڅ ملتپالو پر یوې پاکستانۍ کمپنۍ بریدونه کړي

بلوڅ ملتپالو د بلوچستان په کيچ سيمه کې يې د پاکستاني پوځ اړوند پر يوه سړک جوړوونکې کمپنۍ بريدونه کړي دي.

د بلوڅو ملتپالو د بلوچ ليبرېشن فرنټ ډله وايي، دغه بريدونه د کيچ په ډي بلوچ سيمه کې پر هغې سړک جوړوونکې کمپنۍ کړي دي چې د پاکستان د پوځ اړوند او هغوی يې ساتنه کوي.

دوی وايي، په بريدونو کې پاکستاني عسکر او د کمپنۍ کارکوونکي وژل شوي دی.

د یادې ډلې په وینا، تر بريدونو وروسته بلوڅ برید کوونکو د کمپنۍ اړوند پرېمانه موټرو او سامانونو ته اور اچولی دی.

 تر بريد لاندې راغلې کمپنۍ پر سي‌پيک لاره کار کوي او پوځ يې کارکوونکي وړي را وړي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د دغو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

د بلوچستان خلک له کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې د پورې غاړې د پښتنو په شان د پاکستان خلاف او د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

بلوڅ ملتپال څه وايي؟

تر دې وړاندې د بلوڅانو سراسري ټولنې ویلي وو، چې پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو د ځپلو ترنامه لاندې نسل وژنه پیل کړې ده.
دوی زیاته کړې، په وروستیو دوو کلونو کې له ۱۰ زرو ډېر بلوڅ ملتپال ځوانان تري تم شوي او د پاکستاني پوځ له لوري په بې رحمانه ډول وژل کېږي.
بلوڅان چې له کلونو را په دې خوا په پاکستان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له لوري ترسخت فشار لاندې دي.
د بلوڅانو سرتاسري ټولنه وایي، پاکستاني حکومت ترې ان د ژوند لومړني حقونه هم اخېستي او له ډېری سترو اقتصادي پروژو څخه محرم شوي دي.

بلوڅان له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې په بلوچستان کې د دوی د ازادۍ غوښتنې له مبارزې ملاتړ وکړي او د بلوڅانو پر ضد د پاکستاني پوځ د ناروا کړنو مخه ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.