The news is by your side.

ټرمپ ماتې نه مني؛ زرګونه پلویانو یې بیا لاریون کړی

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا په واشنګټن ډي سي او یو شمېر نورو ښارونو کې زرګونه اعتراض کوونکو د دونالد ټرمپ د ادعاو ملاتړ وکړ چې وایي په انتخاباتو کې درغلي شوي؛ هغه ادعاوی چې تر اوسه نه دي ثابتې شوي.

دوی د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر پایلو اعتراض وکړ او ویلي یې دي چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

ښاغلي ټرمپ تر اوسه د خپل انتخاباتي سیال جو بایډن بریالیتوب نه دی منلی چې د شمیرل شویو رایو په اساس د انتخاباتو ګټونکی اټکل شوی دی.

 ټرمپ ادعا کوي چې په څو سرنوښت سازو ایالتونو کې د انتخاباتو په ترڅ کې بې نظمي رامنځ ته شوی چې کولای شي د انتخاباتو نتیجې بدلې کړي.

د واشنګټن د تېر ماښام په مظاهره کې د مظاهره‌چیانو او د مظاهرې د مخالفانو ترمنځ شخړه وشوه.

دا مظاهرې په داسې حال کې وشوې چې ټاکل شوې ده الکټرول کالجونه د امریکا د راتلونکي ولسمشر په توګه د جو بایډن د رسمي اعلانولو لپاره دوه ورځې وروسته غونډه وکړي.

ټرمپ څه وايي؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې نه مني، سره له دې چې پر خپله ټوېټر پاڼه یې په غیر مستقیمه توګه منلې چې سیال یې جو بایډن ټاکنې ګټلې دي.

ټرمپ ویلي، بایډن ځکه بریالی شو چې په ټاکنو کې درغلي شوې وه، خو دی خپله ماتې نه مني.

ولسمشر ټرمپ په څو ایالتونو کې د ټاکنو د پایلو پر ضد محکمې ته عریضه کړې، خو تر اوسه یې د درغلۍ په اړه د خپلو ادعاو لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او ټولې عریضې یې رد شوې دي.

خو ښاغلی ټرمپ بیا هم نه مني چې جو بایډن دې تېرې ولسمشریزې ټاکنې ګټلې وي، او تر اوسه یې خپل سیال ته مبارکي هم نه ده ورکړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance