The news is by your side.

ترکیه له افغان پوځ سره سل میلیونه لیرې مرسته کوي

خبریال وېبپاڼه/ ترکیه په راتلونکو پنځو کلونو کې له افغان پوځ سره پنځه میلیونه لیرې مرسته کوي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ترکیې ژمنه کړې چې افغان پوځ ته به د خپلو اړتیاوو د رفع کولو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې سل میلیونه ترکي لیره ورکوي.

بهرنیو چارو وزارت وایي دوی همدا راز ژمنه کړې چې پنځلس میلیونه ترکي لیره به د افغان پولیسو او ملي اردو د روزنې او تعلیمي برخې لپاره لګوي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ترکیې د تېرو ژمنو پر خلاف دا ځل په کال کې د درې میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې یې یوازې یو میلیون ډالر مرسته کوله. ا

فغان حکومت وایي ترکیه په سیمه کې د افغانستان نږدې متحد هېواد دی چې تل یې د افغان پوځ او افغان ځوانانو په روزنه او تحصیلاتو کې د پام وړ مرتې کړې دي.

په تېرو څو کلونو کې له افغان پوځ سره د بهرنیو هېوادونو زرګونه میلیونه ډالر مرستې کړې دي، خو خیالي سرتېري، د سرتېرو د اعاشو په قراردادونو کې پراخ مالي فساد، د وسلو او تجهیراتو په برخه کې درغلي او ګڼ شمېر نور عوامل هغه څه دي چې تر اوسه یې د افغان پوځ د مجهز کولو مخه ډب کړې او ځینو اړتیاوو ته ځواب ویونکي نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.