The news is by your side.

رویا رحماني د سفارت له مقام څخه د انساني قاچاق لپاره ناوړه ګټه اخلي

خبریال ډاټ کام- سره له دې چې تر دې وړاندې هم په امریکا کې د افغانستان د سفیرې اړوند ګڼو رسنیو او د افغانستان د پارلمان کمېسیونونو د فساد راپورونه خپاره کړي او د عدلي ارګانونو سره شریک کړي وو، خو خبریال ته رارسېدلي سندونه ښیي چې نوموړې انساني قاچاق ته دوام ورکوي.

پر سفیره رحماني تور دی چې له ډېرې مودې راهیسي د افغانستان سفارت د امریکا د ویزو اخیستلو او د مالي امکاناتو په بدل کې د امریکا بېلابېلو ایالتونو ته د خلکو د راوستلو په موخه کاروي.

په وروستي ډیپلوماټیک یاداښت کې چې د سفیرې لخوا د ۲۰۲۰ کال په ډیسمبر میاشت کي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل شوی، غوښتنه شوې چې په ترکیه هیواد کې د جمال لودین په نوم یوه تن ته د امریکا ویزه ورکړي. په یاداښت کې جمال لودین د سفارت لپاره نوی استخدام شوی سیمه ییز کارکوونکی معرفي شوی دی.

امریکا هغه هیواد دی چې د افغانستان په څېر هیوادونو لوړپوړي ‌‌‌‌‌‌ډیپلوماټان هم بیرته خپلو هیوادونو ته نه ستنېږي او د پناه اخیستلو غوښتنې کوي، ځکه نو د قراردادي کارکوونکو چې تر ډېره د خدماتي برخي لپاره توظیف وي د بیرته تګ احتمال صفر دی.

دغه راز د سفارت لپاره سیمه ییز کارکوونکي باید د کوربه هیواد مېشت وګړي وي، او د بل هیواد څخه په دې بهانه د افرادو غوښتل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره هم د پوښتنې وړ موضوع ده.

د سرچینو په خبره، جمال لودین د پخواني سفیر جاوید لودین ورور دی او د بهرنیو چارو وزارت سره هیڅ راز تړاو نه لري. ویل کېږي جاوید لودین د حنیف اتمر په وسیله د عدلي ارګانونو څخه د رویا رحماني په خلاصون کي مرسته کوي او مېرمن رحماني یې په بدل کي ورور امریکا ته ستنوي.

د کتونکو په خبره دا د سفارت د امکاناتو او افغانستان د پرستېژ څخه د سفیرې لخوا د ناوړه استفادې تر ټولو بده چاره ده چې زیان یې په مجموع کې د افغانستان برم ته رسېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.