The news is by your side.

امنیتي ځواکونو د هلمند کندهار لويه لار په بشپړ ډول خلاصه کړه.

خبريال وېب پاڼه: افغان امنیتي ځواکونو د يو لړ عملیاتو په ترڅ کې د لښکرګاه او دوراهي ترمنځ د هلمند او کندهار لويه لار په بشپړ ډول له وسله والو مخالفینو پاکه او لويه لار يې د ولسونو پرمخ د تګ راتګ لپاره په بشپړ ډول خلاصه کړه.

د هلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي د تيرې شنبې په ورځ د لښکرګاه او دوراهي ترمنځ د امنیتي ځواکونو د پوستو څخه ليدنه وکړه او د افغان غيرتي ځواکونو قرباني يې نه هيريدونکي وبللې.

د هلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي د امنیتي مسؤلینو او امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د ولس د هوساینې لپاره يې قربانئ ورکړې او دا عمومي لار يې د ولسونو د تګ راتګ لپاره خلاصه کړه او همدارنګه د افغان ځواکونو زحمتونه او قربانئ يې وستايلې.

ښاغلى ولي جان سرحدي د خبرو پرمهال وویل، د افغانستان ټولو ولسونه په تاسې وياړي تاسو د خپل سر په قربانۍ سره ولسونو ته د آرام ژوند زمينه برابره کړي ده.

ښاغلى سرحدي زياته کړه، د سرکونو، پلچکونو، مکتوبونو، جوماتونو، ويجاړول او ولسونو ته ستونزې جوړول د اسلام مبارک دين خلاف عمل دى چې له بده مرغه د هيواد دښمنان په دى ډول کارونو سره زموږ ولسونو ته ستونزې جوړوي.

زموږ امنیتي ځواکونو د ولسونو د خدمت لپاره شپه او ورځ يوه کړي ترڅو د ولسونو امنیت تامین کړي.

د هلمند امنيه قوماندان، ددې ترڅنګ به د ورته نورو سيمو د نيولو او د لويو لارو د خلاصون لپاره خپل اقدامات چټک کړي ترڅو ولسونه په امن کې شي او په اسانۍ او د کومې ستونزې پرته ښار او نورو سيمو ته تګ راتګ وکړي.

د هلمند کندهار لويه څه موده بنده وه او وسله والو مخالفینو پکې سلګونه ماينونه ښخ کړى وه او ډير پلچکونه يې د ماينونو له امله ويجاړ کړي دي.

امنیتي ځواکونه به د لارې امنيت تامین او ياده لار به بيرته ورغول شي ترڅو ولسونه له ستونزو خلاص شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.