The news is by your side.

زده کړه له DNA سره څه اړیکه لري؟

خبریال وېب پاڼه/ په دې وروستیو کې د کرونو بیولوژي لخوا، چې کومې څېړنې شو، نو هغوی دا په ډاکه کړې، چې د یو شي زده کولو او یادولو چاره په مستقیمه توګه زمونږ له DNA سره تړاو لري.
د دې خبرې مانا دا ده، چې د یو شي زده کولو او په ښه توګه حافظې ته سپارلو کې زمونږ د مغزو دننه یو بیلوژيک ساعت شتون لري. د دې بیولوژیک ساعت په اساس زمونږ د ښې زده کړې ساعتونه ټاکل شوي دي، دا چې کوم وخت مونږ کولی شو د مطالعې او ذهني کار لپاره مو له ذهن څخه ډېره ګټه پورته کړو تاسې ته په دې لیکنه کې په ګوته شوي دي.
هغه وختونه چې زمونږ د ذهن په ښه توګه شی زده کوي په لاندې ډول دي:
۱ـ د سهار له لسو بجو د ماسپښين تر ۲ بجو پورې زمونږ ذهن د اخذ کولو لپاره ډېر چمتو وي،نو که کله ازموینه لرئ، او غواړئ ښه ډېره مطالعه وکړئ، د سهار له لسو بجو ورته په ارامه ذهن او د ۹۰ درجې زاویې په ډول کېنئ، داسې به مو ښه زده کړه کړې وي.

۲ـ دویم وخت د مازديګر له ۴ بجو څخه د شپې تر لس بجو پورې ده، چې د يوه شي زده کړی او يادولو اغېزمن وخت بلل کېږي.
له بده مرغه په مونږ کې ډېری خلک داسې دي، چې ټوله ورځ په خوب او یا هم داسې کارونو کې تېروي، چې ذهني کار پورې اړه نه لري، خو کله چې شپه شي، بیا خپل ورځیني کارونو ته کېني، او په بشپړولو کې ټوله شپه تېره کړي، په داسې حال کې چې د انسان اعصاب د شپې لخوا تر ټولو ډېر خوب ته اړتیا لري، او که چېرې تاسې د ورځې لخوا ۱۲ ساعته خوب هم کړی وي، د شپې له ۷ ساعته خوب سره برابري نشي کولي، او د انسان اعصابو نه شي ارامولی.
د دې خبرې علت دا دی، چې خدای پاک په پیدا کړي هر څه کې یو حکمت ایښی، نو کله چې ورځ د کار لپاره د انسان لپاره پیدا شوې، نو زمونږ ذهن په ريښتیا هم چې د ورځې لخوا څخه ډېر چټک وي.
نو کوښښ وکړئ، هغه کارونه مو چې د ورځې لخوا نه ترسره کوئ، او د شپې لپاره یې پرېږدئ، هغه ټول د ورځې په اوږدو کې ترسره کړئ، په دې کار سره به مو خپل ذهني ارامښت ته لار موندلي وي.

۳ـ درېیم وخت د سهار له ۴ بجو څخه تر د سهار ۷ بجو پورې ده، خو دا وخت بیا د انسان ذهن ته ډېر کم خلاقانه فکر لرو. نه یوازې زده کړه، که تاسې غواړئ د ژوند مهم تصمیمونه مو ونیسئ، نو له نیمې شپې وروسته یې مه نیسئ.کوښښ وکړئ هغه وخت چې مو ذهن ارامه وي دا پرېکړه وکړئ.
که دتاسې ذهن په دې وختونو کې ښه ونشو کړی بله لاره د ا ده، چې څو ورځې دا چاره امتحان کړئ، چې کوم وخت مو د زده کړې مزاج په برابر ده، او کولی شئ ښه زده کړه وکړئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.