The news is by your side.

طالبان وایي، د دوحې تړون عملي کولو کې زموږ او امریکا دواړو خیر دی

خبریال وېبپاڼه/ طالبان وایي، د دوحې تړون باید په بشپړ ډول عملي شي، ځکه په خبره یې، د دوی او امریکا دواړو پکې ګټه او خیر دی.

 د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردګ په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې د عملي کولو په لار کې دې خنډونه نه جوړېږي، بلکې اوسني خنډونه هم باید له منځه یوړل شي.

نوموړي د هغو دوو طالب چارواکو د څرګندونو په اړه چې ویلي یې وو که امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وځي، نو دوی به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه له سره پیلوي، څه نه دي ویلي، خو ټینګار کوي چې باید د دوحې هوکړه عملي شي، ځکه د طالبانو او امریکا په ګټه ده.

تېره ورځ دوو طالب سرچینو ویلي وو، که چېرې د دوی او امریکایانو ترمنځ د دوحې له هوکړې سره سم د راتلونکي زېږدیز کال تر مې میاشتې پورې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن خپل ځواکونه له افغانستان ونه باسي، په ځواکونو یې بیا بریدونه پیلوي.

بل خوا په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، که وسله وال طالبان جګړه ودروي، دوی به له افغانستانه خپل سرتېري وباسي.

د هغه په خبره، وروستۍ پرېکړه به د شرایطو پر اساس تر سره کېږي او امریکا به هغه وخت له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي چې په دغه هېواد کې د امن او ثبات ډاډ تر لاسه کړي.

هغه ویلي وو چې د جګړې اصلي قربانیان ملکي وګړي دي او پکار ده چې طالب ډله د تاوتریخوالي کچه صفر ته راټیټه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance