The news is by your side.

خلیلزاد وایي، مذاکراتي پلاوي دې دمه جوړه او بیرته خبرې پیل کړي

خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وایي، د افغان سولې مذاکراتي پلاوي دې دمه جوړه او بېرته دې په ټاکلې نېټه خبرې شروع کړي.

هغه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د مذاکراتو دواړه لوري په شل ورځنۍ رخصتۍ تللي دي او تمه ده چې په ټاکلې نېټه بېرته مذاکرات له سره پيل کړي.

خلیلزاد دغه راز پر روان تاوتریخوالي هم اندېښنه ښودلې ده او زیاتوي چې تاوتریخوالی باید کم شي او د مذاکراتو په بېرته پیلولو کې دې هېڅ راز ځنډ نه راوستل کېږي.

 خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوې چې تر دې وړاندې افغان حکومت په افغانستان کې د مذاکراتو د پاتې پړاوونو د مخ ته بېولو غوښتنه کړې وه، هغه څه چې ښايي طالبان یې ونه مني.

د مذاکراتو ځنډ عام افغانان اندېښمن کړي او په تېرو خبرو کې د مذاکراتي پلاويو سستیو په دې بې باوره کړي چې په ټاکلې نېټه دې بیا خبرې شروع کړل شي.

هلته بیا په هېواد كې جګړې زور اخیستی، هره ورځ لسګونه سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د مذاکراتي ټیمونو د شل ورځنۍ رخصتۍ په غبرګون کې افغانانو ویلي وو، چې که یوه ورځ هم د جګړې اور نه وي، د لسګونه افغانانو سر به ساتل شوی وي، وینه به نه توېږي، عامه تاسیسات به نه نړېږي او حداقل افغانان چې یوه ورځ هم ارام ژوند وکړي، غنیمت دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.