The news is by your side.

هغوی ته چې وايي افغانستان نه جوړېږي

هغوی ته چې وايي افغانستان نه جوړېږي

خبريال وېبپاڼه/ دا هغه بدرنګه خبره( افغانستان نه جوړېږي ) ده چې د یوه ملت د شکست لپاره غوښتل کېږي د ملت په ذهن کې ځای په ځای شي.

افغانستان څنګه نه جوړېږي؟
ددې خبرې منطق دادی چې افغان انسان به تل په وژنو او بدبختیو کې بوخت وي، ددې خبرې په بنسټ بايد افغان انسان نور د خپل هېواد او خپل سرنوشت څخه ناهيلی شي.

نو ايا امکان لري چې د ۳۵ ميلیونه خلکو کور دې تل په غم ککړ وي، آیا امکان لري چې دا به تر اخره پورې تحمل شي؟ دا خو یو میلیون ملت نه دی چې مهاجر شي، د ۳۵ ميليونه خلکو نه مهاجرت امکان لري او نه خو هم ددې ټولو وژل امکان لري.

چې دا هرڅه امکان نلري نو ولې بايد افغان انسان ته دا وويل شي چې افغانستان نه جوړېږي، په سوله کې ژوند کول دومره ګران کار دی چې اوس دې افغان ملت ته وويل شي چې تاسې هرڅه وکړي بيا هم سولې ته نه رسیږی؟ دا څه ډول سخت او ناممکن کار دی چې تقريباً ټولې نړۍ کړی دی موږ يې نشو کولی؟

حقيقت دادی چې د افغانستان سرنوشت اوس دداسې يوې طبقې په لاس کې دی چې ګټه يې د افغانستان په دې ځپلي او لویدلي حالت کې ده، ددې طبقې کوچنی کار کوونکی کوچنی مفسد دی او لوی کار کوونکی یې بیا لوی مفسد دی، دوی په اصل کې ددې حالت دوام غواړي، ځکه سوله ددې سبب کېږي چې موږ د ۲۱ پېړۍ ټکنالوژۍ ته لاسرسی پيدا کړو او دا ټېکنالوژي او سيستم کولی شي فساد صفر کړي، نو اوسني حاکمان په هېڅ وجه ددې علاقمند نه دي چې فساد ختم شي.

افغانستان جوړېږي
افغانستان څه د نورې نړۍ څخه بدل نه دی د همدې نړۍ يو جز دی او ملت يې هم د همدې نړيوالو یو جز دی، افغانستان د تل لپاره د اور په جګړو کې ژوند نشي کولی موږ ټول مهاجرت هم نشو کولی دا ذلت هم د تل لپاره نشو زغملی نو موږ مجبور يو دا هېواد به جوړو خو هو موږ به یې جوړو زه به يې جوړوم او ته به يې جوړوې که زه یې بل ته پرېږدم او بل يې بل ته نو بيا دا سلسله له خنډ سره مخ کېږي.

قرباني غواړي
البته چې دا هېواد جوړېږي خو قرباني غواړي، زما څخه ستا څخه، داسې يو څوک چې پخپل نفس حاکم وي، داسې يو څوک چې خپل هرڅه یې ددې ملت او هېواد د سوکالۍ لپاره فدا کړي وي، داسې يو کس داسې يوه ډله چې نه د خامې غوښې غلام وي يانې نه يې شا ليلا دوکه کړي او نه د پخې غوښې غلام وي يانې نه د نس غلام وي نه د شهوت.

داسې يوه طبقه چې د ايګو يانې انانيت څخه یې ځان تصفیه کړی وي، شخصي غرور شخصي حس ونه پالي او صرف ددې ملت ګټې د خپل کار بنسټ وګرځوي.

افغانستان به خامخا جوړېږي، موږ بله لار نلرو یو څوک به حتماً ارامه ژوند پرېږدي، مجادله به کوي او ان د خپل سر قربانۍ ته به تيار وي او د افغانستان لپاره به کار کوي او دا هېواد به سولې او سوکالۍ ته رسوي.

داسې يو افغانستان به جوړو چې ټول پکې خپل ځای ولري، داسې يو افغانستان چې هیڅوک پکې بل ته د زيان هڅه نکوي، داسې يو افغانستان چې د اشخاصو په ځای به په سيستمونو باور کېږي داسې افغانستان چې لونګۍ نېکتايي ټول به پکې قدرمن وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.