The news is by your side.

پاکستاني پوځ د بلوڅانو نسل وژنه پیل کړې

خبریال وېببانه/ په بلوچستان کې د بشري حقونو فعالان وايي، هلته د بلوڅو پر ضد، له بشري حقونو څخه د پاکستان د پوځ سرغړونې نورې هم زياتې شوې او په وروستيو څو ورځو کې دغه پوځ د ښځو په ګډون نهه ماشومان او ځوانان ژوندي تښتولي دي.

په بلوچستان کې د بشري حقونو فعاله حوران بلوڅ وايي، پاکستاني پوځيانو به تر دې وړاندې يوازې بلوڅ ځوانان تښتول چې کالونه کالونه به يې شکنجه کول او بيا به يې د هغوی له پېژندلو وتلي جسدونه يوه بله خوا غورځول، خو اوس ښځې او ماشومان هم تښتوي.

حوران بلوڅ په کوټه کې رسنيو ته په خبرو کې وويل، پاکستاني پوځ په دې سربېره، په بلوچستان کې د زياتو خلکو کورو ته اور اچولی او هغوی يې له خپلو مېنو شړلي دي.

د دې په خبره، په دې ورستيو کې پاکستاني پوځ د پنجګور له ګچک سيمې څخه د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون نهه تنه تښولي چې تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.

پاکستانی پوځ له کلونو راهيسې بلوڅ ملتپال ښځې او نارينه تښتوي چې بيا يې مړی ژوندی نه مالومېږي، خو وخته ناوخته د ځينو تښتول شويو کسانو له پېژندلو وتلي جسدونه يوه بله خوا موندل کېږي.

پاکستان د بلوڅانو نسل وژنه پیل کړې

تر دې وړاندې د بلوڅانو سراسري ټولنې ویلي وو، چې پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو د ځپلو ترنامه لاندې نسل وژنه پیل کړې ده.
دوی زیاته کړې، په وروستیو دوو کلونو کې له ۱۰ زرو ډېر بلوڅ ملتپال ځوانان تري تم شوي او د پاکستاني پوځ له لوري په بې رحمانه ډول وژل کېږي.
بلوڅان چې له کلونو را په دې خوا په پاکستان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له لوري ترسخت فشار لاندې دي.
د بلوڅانو سرتاسري ټولنه وایي، پاکستاني حکومت ترې ان د ژوند لومړني حقونه هم اخېستي او له ډېری سترو اقتصادي پروژو څخه محرم شوي دي.

بلوڅان له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې په بلوچستان کې د دوی د ازادۍ غوښتنې له مبارزې ملاتړ وکړي او د بلوڅانو پر ضد د پاکستاني پوځ د ناروا کړنو مخه ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.