The news is by your side.

امریکا وايي، که طالبان جګړه ودروي، سرتېري وباسو

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، که وسله وال طالبان جګړه ودروي، دوی به له افغانستانه خپل سرتېري وباسي.

هغه ویلي، وروستۍ پرېکړه به د شرایطو پر اساس تر سره کېږي او په خبره یې، امریکا به هغه وخت له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي چې په دغه هېواد کې د امن او ثبات ډاډ تر لاسه کړي.

هغه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام ته په اشارې ویلي، د جګړې اصلي قربانیان ملکي وګړي دي او پکار ده چې دغه ډله د تاوتریخوالي کچه صفر ته راټیټه کړي.

مېلر زیاته کړې، امریکا د هوکړې پر بنسټ خپل سرتیري وباسي؛ خو په دغه هیواد کې باید امن او ثبات وي څو افغانان وکولی شي خپلې ستونزې په خپله اوارې کړي.

 هغه دغه راز له افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه تکرار کړې او ویلي یې دي، دوی هوکړې ته ژمن دي، خو طالبان هم باید پر هغه څه عمل وکړي چې د تر سره کولو ژمنه یې کړې ده.

بل خوا ځینو طالب مشرانو ویلي، که چېرې د دوی او امریکایانو ترمنځ د دوحې له هوکړې سره سم د راتلونکي زېږدیز کال تر مې میاشتې پورې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن خپل ځواکونه له افغانستان ونه باسي، په ځواکونو یې بیا بریدونه پیلوي.

دوی ویلي، هیله لري د جو یایډن اداره د تېر ولسمشر ټرمپ د ادارې د پلان سره سم ځواکونه له افغانستان وباسي.

امریکایي څېړونکي بیا وایي، ممکن جو بایډن ځواکونه له افغانستان وباسي، خو د دوی په خبره بایډن په بشپړه توګه د ځواکونو له ویستلو سره خوښ نه دی او له وخت مخکې به اقدام ونه کړي.

وسله وال طالبان او په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې تر بل هر وخت د جګړې ډګر تود شوی او هره ورځ لسګونه ملکي وګړو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.