The news is by your side.

هلمند کې د شهید خبریال داعي په نوم کرېکټ سیالۍ پیلیږي

خبریال وېب پاڼه/ هلمند ولایت کې د شهید خبریال محمد الیاس داعي په نوم د کرېکټ ٢٥ اوریزه سیالۍ پیلیږي.

دې لوبو کې د هلمند ښاروالۍ، یو شمېر سیمه اییزو راډیو ګانو او پوهنتون لوبډلې لوبیږي.

دا سیالۍ د ګل نوید له لوري تنظیمیږي او پر وینا یې د بیان د ازادۍ قرباني شوي خبریال الیاس داعي پر نوم یې د هغه یاد ته په درناوي تنظیم کړي څو یې یاد تازه او ژوندۍ وي او په هلمند کې د کرېکټ سیالۍ مرومې کړي، چې دا به پنځو لوبډلو په لوبېدو سره را روانه پنجنشبه پیل شي.

هلمند چې تر ډېره جګړه ځپلی ولایت دی، ځوانان یې له سپورت لېرې پاتې شوي او په دې ولایت کې هم مشهوري سپورتي لوبې ډېرې مروجې نه دي.

محمد الیاس داعي په جنوب ختیځه حوزه هلمند ولایت کې د ازادي راډیو یو پیاوړی خبریال وو، چې تېره نومبر میاشت د موټر په چسپکي ماین چاودنه کې په شهادت ورسېد او تر اوسه یې د شهادت مسؤولیت کومې وسله والې ډلې وانخیست.

د افغانستان د کورنیو د چارو وزارت ویلي وو چې د داعي د شهادت په تور یې یو تن نیولی خو تر اوسه یې رسنیو ته نه دی ښودلی.

له داعي را وروسته دوه خبریالان نور هم په شهادت ورسېدل چې یوه یې خبریاله ملالۍ میوند او بل تېره جمعه د اریانا ټلوېزیون خبریال او ویاند فردین امیني وو.

نتګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون ویانده او د خپرونو چلوونکې تېره اوونۍ د وسله والو له لوري د موټر چلوونکي سره یو ځای په شهادت ورسېده.

د ننګرهار والي او امنیتي چارواکو یې د قاتلیتو د نیولو خبر ورکړ خو هغه هم لا تر اوسه د رسنیو تر مخه ولس ته نه دي ښودل شوي او ولس یې د قاتلینو د اعدام غوښتنه کوي.

او فردین تمیني چې ویل کیږي ځان وژنه کړې خو کورنۍ یې ځان وژده نه بولي او په مرموز ډول وژل شوی وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.