The news is by your side.

د مدنيت تر نامه لاندې د مدنیت له دښمن څخه رسمي شکایت وشو

خبريال وېبپاڼه/ د ودان افغانستان ګوند د صدیق منصور انصاري څخه په رسمي ډول خپل شکایت د پوليسو سره ثبت کړ، اوس تمه ده چې پوليس دغه قضيه وڅېړي او د انصاري په مقابل کې لازمي اقدامات ترسره کړي.

د ودان افغانستان ګوند په داسې حال کې د صديق منصور انصاري څخه خپل شکایت کوي چې انصاري پرون په يوه سياسي بحث کې د غوسه کېدو وروسته په محمد یار یار باندې حمله وکړه.

صديق منصور انصاري چې د مدني ټولنو د فدراسيون مشر دی د مدنیت څخه ذره نصيب نه دی اخیستی، هغه چې په سياسي مېز کې یې د منطق ژبه خواره وه د بحث وروسته يې د بحث په يوه ګډون وال په داسې حال کې حمله وکړه چې ګډون وال پخپله په بدني ډول معلول و.

د مدنیت تر نوم پټ کوتکيار
افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې حيراني ښوودلې ده چې انصاري غوندې يو شخص چې د ځنګل د قوانينو بوی ترې ځي څه ډول کولی شي د مدني ټولنو د فدراسيون مشری ته ورسېږي، هغه انصاري چې د يوې خوا یې د منطق لار پریښوده د بلې خوا یې په داسې يوه ګډون وال حمله وکړه چې هغه پخپله په بدني ډول معيوب و، انصاري د يوې خوا دا وښودله چې دی د منطق او مدنیت سړی نه دی، بلکې د دی د ځنګل د قانون تابع دی، د انصاري غوندې انسان شتون په بشري ټولنه کې پخپله يو شرم دی او دا چې انصاري بيا د مدني ټولنې د فدراسيون مشر کېږي دا پخپله د بشریت او مدنیت په نوم تور داغ دی.

انصاري که د يوې خوا د منطق او عقل د لارې دښمن دی د بلې خوا هېڅ بشري معيار او خلاق هم نلري، ده په داسې يو چا حمله وکړه چې هغه معيوب و، په یو معيوب انسان باندې لاس پورته کول پخپله ددې ښکارندويي کوي چې انصاري کې هیڅ ډول اخلاقي او انساني وجدان هم نشته دی.

د محب له ويالې یې څښي
د مدنیت دښمن انصاري دا جرت هم د وراداتي چارواکو اخلي، صديق منصور انصاري د حمدالله محب چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار دی د ماما زوی او اخښی دی.

دی ځکه داسې باغي عمل کوي چې تر شاه محب ويني، انصاري د حمدالله محب د پخوانۍ مېرمنې د اولادونه پالنه هم کوي.

ودان ګوند د انصاري په هکله خپل شکایت وکړ اوس مسؤلیت ددې هېواد امنیتي او عدلي ادارو ته وردې غاړې دی چې د بيان د ازادۍ د مدنیت د ولس د غږ دښمن او متجاوز انصاري په وړاندې اړين اقدامات وکړي او هغه د عدالت چاړې ته راکش کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.