ننګرهار کې یو تن د ځانمرګي واسکټ د لېږد پر مهال نیول شوی

خبریال وېبپاڼه/ په ننګرهار کې د سعادت په نوم یو تن، چې د ځانمرګي برید په موخه یې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ له ځانه سره لېږداوه، نیولی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، نوموړی کس تېره ورځ د ملي امنیت ځواکونو لخوا د اچین ولسوالۍ باندر درې سیمه کې نیول شوی دی.
هغه زیاتوي، نیول شوي کس غوښتل د ځانمرګي برید په موخه له چاویدونکو توکو ډک واسکټ له ځان سره ولېږدوي.
خوږیاڼی وايي چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی دی.