طالبان: که امریکایي ځواکونه نه وځي؛ بیا پرې بریدونه پیلوو
خبریال وېب پاڼه/ ځینو طالب مشرانو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، که چېرې له هوکړې سره سم د راتلونکي زېږدیز کال تر می میاشتې پورې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن خپل ځواکونه له افغانستان ونه باسي په ځواکونو به یې بیا بریدونه پیلوي.
دوی ویلي چې هیله لري د جو یایډن اداره د تېر ولسمشر ټرمپ د ادارې د پلان سره سم ځواکونه له افغانستان وباسي.
امریکایي څېړونکي بیا وایي ممکن جو بایډن ځواکونه له افغانستان وباسي خو د دوی په خبره بایډن په بشپړه توګه د ځواکونو له ویستلو سره خوښ نه دی او له وخت مخکې به اقدام ونه کړي.
په ورته وخت ځینو امریکایي پخوانیو پوځي چارواکو له جو بایډن غوښتي وو چې د ځواکونو ویستلو لپاره دې طالبانو ته د اوربند شرط وړاندې کړي او که طالبانو ونه منله بیا دې ځواکونه ونه باسي. د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن تر اوسه د افغان سولې، مذاکراتو او له افغانستات د ځواکونو د ویستلو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو دا خبره داسې مهال کړې چې اوس مهال دوی او امریکا یو بل سره د سولې په هوکړه کې دي او له ډېرې مودې را هیسې یې پر یو بل بریدونه درولي خو لا هم د طالبانو د ورانکاریو په زیاتېدو سره امریکایي ځواکونه وخت تا وخت د طالبانو پر وړاندې جګړه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.
اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو او افغان ځواکونو جګړه سخته شوې او د سولې مذاکرات هم چې په ټپه ولاړ وو له یو څو ورځو بېرته را خوځېدلو وروسته بیا مذاکراتي ډلې په شل ورځو ژمنیو رخصتیو ولاړل.
په هېواد دننه او بهر د نظر خاوندان له دواړو خواوو غواړي چې د رخصتیو په خلاصېدو دې پاتې مذاکراتو ته په افغانستان کې دوام ورکړي.
دوی وایي یوه ناسته دې د افغان حکومت په خوښه د افغان ځواکونو تر ولکې لاندې سیمه کې او بله ناسته دې د طالباتو تر ولکې لاندې سیمه کې وکړي خو تر اوسه دواړو خواوو د مذاکراتو بیا ځلي پیل او ځای په اړه څه نه دي ویلي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.