The news is by your side.

په لوګر کې د نجونو  ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

خبریال وېبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت د محمداغې ولسوالۍ د حاجي شیر محمد کوچي د نجونو او هلکانو د لومړني ښوونځي ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد ښوونځی د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې په پاخه او اساسي ډول په یوه پوړ کې د اقراء پروګرام له لارې جوړ شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه ښوونځی شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه له لاسي بمبې سره او درې تشابونه لري،چې په یوه وخت کې ۳۰۰ زده کوونکي په کې زده کړې کولای شي.

خبرپاڼه کې د مسوولینو له قوله راغلي، چې نوموړي ښوونځي پخوا ودانۍ نه درلوده، زده کوونکو یې په یوه شخصي کور کې زده کړې کولې، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره د دغه ښوونځي د زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شوه.

سرچینه کاږي، د حاجي شیر محمد کوچي د نجونو او هلکانو لومړنی ښوونځی نهه کاله وړاندې تأسیس شوی دی، چې دا مهال د ۱۲۹ نجونو په ګډون ۳۲۰ زده کوونکي لري.

له دې مخکې په لوګر کې د اقراء پروګرام له لارې د پنځو ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ او د شپږ نورو ښوونځیو اړین ملحقات ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.