The news is by your side.

اسلامي جمهوري نظام د افغانستان د پرمختګ اساسي حل لاره ده

خبریال وېب پاڼه/ په بشري تاریخ کې هر نظام که اشتراکیت، فیوډالزم، شاهي، خلافت، مشروطه شاهي او یا اوسنی جمهوریت نظام دی، د خلکو د اړتیاو او په ټولنه کې د لا نظم، د ټولنیز عدالت،آزادۍ او پرمختګ په اساس رامینځ ته شوی دی. دې هر یو نظام پخپل وخت کې د خلکو یو اندازه ملاتړ له ځانه سره لرلو.

د وخت په تېرېدو سره چې د خلکو ذهنیت پراخ شو، د نورو تمدنونو او ولسونو سره یې تګ راتګ پېل کړ، په معلوماتو او علم کې یې اضافه والی راغی،نو بیا خلک هغه وخت د خپل موجوده نظام په نیمګړتیاو ښه وپوهېدل. دوی خپل حقوق د حاکمې طبقې په وسیله پایمال او ځانونه یې د نورو څخه شاته ولیدل ؛ نو بیا یې مبارزه پېل او د نظام د بدلو هڅې وکړې.

ددې ټولو نظامونو جوړونکي او ورانکوني همدا انسانان دي. دوی چې مناسبه ولیدل، یو ډول حکومت یې جوړ کړ او چې بیا یې دا اړینه وګڼله، چې اوس نو باید، د نظام او حکومت کولو ډول تغیر کړو، بیا یې د انقلاب چغه پورته کړه او د تغیر لپاره له خپلو ځانونو هم ورتېر شول.

مونږ اوس په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو او د حکومت کولو ډول، په ټوله نړۍ کې جمهوریت منل شوی دی.

‘جمهور’ خلکو ته وایي او ‘جمهوریت’ د خلکو په لاس جوړ شوي حکومت ته وایي.

په نړۍ کې د جهوریت د راتګ نه مخکې، د حکومت کولو ډول، شاهي او مشروطه شاهي نظامونه وو.

په شاهي او مشروطه شاهي نظامونو کې، په خلکو حکومت کول د یوې خاصې کورنۍ حق او میراث و او نور ټول خلک د رهبریت نه محروم شمېرل کېدل او چا د انتقاد حق هم نه لرلو.

دوی پخپله خوښه قوانین جوړول او په خلکو یې عملي کول. دې شاهي کورنۍ د دولت د ټولو منابعو څخه، د هر ډول استفادې حق لرلو او چا ترې پوښتنه هم نه شوه کولای.

خلک ددې شاهي نظامونو، چې ټول واک د یوې کورنۍ یا کس په لاس کې و، سخت په تنګ راغلل. ددې حالت نه د وتلو لپاره د نړۍ ملتونو او محرومې طبقې خلکو سختې قربانې ورکړې او مبارزې یې وکړې.

نړۍ دا تجربه کړه، چې کله یو کس یا ډله د حکومت کولو ټول واک په لاس کې ونیسي او د قانون جوړول، بدلول او د قانون نه پخپله خوښه ګټه اخیستل د څو اشخاصو پورې محدود شي؛ نو بیا هلته ټولنیز عدالت له مینځه ځي، آزادي تر پښو لاندې کېږي، د پرمختګ مخه ډب کېږي، د ملت حقونه ضایع کېږي، انساني شرافت له مینځه ځي، کارونه نا اهلو ته سپارل کېږي، ملي شتمنیۍ لوټل کېږي، د کورنۍ او ډلو لپاره خاص امتیازات مینځ ته راځي، په پای کې اسراف او عیاشي په ټولنه کې خپرېږي.

انسانانو ددغو پورته ټولو بدو تجربو په لیدلو سره د دې نظامونو په خلاف د مبارزې تر څنګ په حل لارو هم غور او فکر کولو او سیاسي فعالانو، مبارزینو او د ټولنیزو علومو علماؤ او د نظر خاوندانو، ددې شاهي او ظالمانه نظامونو د ځای ناستي په لارو چارو سره مشورې کولې.

دوی تر ډېرو هڅو وروسته، دې پایلې ته ورسېدل چې دولت یا د حکومت واک د درې قواؤ ( اجرایه، مقننه، او قضایه) ترمینځ په مساوي ډول ووېشل شي او د حکومت مینځ ته راتګ، د ټول ملت، نر او ښځې د رایې اچولو په اساس و اوسېږي او دا یې د جمهوریت په نامه و نومولو.

کچېرته ټول پخواني نظامونه وګورو او د هغوی او د اوسني جمهوري نظامونو سره سمه پرتلنه وکړو، نو وبه وینو چې جمهوریت تر ټولو زیات د خلکو د ټولنیزو حقونو، آزادۍ، انساني شرافت، پرمختګ، د ملي شتمنیو نه سمه ګټه اخیستنې، د خلکو د حقونو ساتنې، کار اهل کار ته سپارنې او د خلکو تر ډېره د خوښې وړ نظام دی.

نن سبا د نړۍ ټول هېوادونه، که اسلامي دي او یا غیر اسلامي دي، د خپلو ټولنیزو سیاسي، مذهبي، او اقتصادي شرایطو په نظر کې نیولو سره جمهوریت منلی او د خپل دولت ستنې یې په همدې اساس محکمې کړي دي.

افغانستان چې یو اسلامي او مذهبي هېواد دی او ۹۹.۹ فیصده خلک یې مسلمانان دي، نو مونږ هم د خپل دین څخه د جواز اخیستلو په بنسټ جمهوریت پخپله خاوره کې د ټولو دیني، فرهنګي او ټولنیزو شرایطو په نظر کې نیولو سره منلی او ددې له ښېګڼو مو ځان برخمن کړی.

مونږ دلته د اسلامي عقیدې لرلو په اساس، د جمهوریت سره د اسلام د مقدس دین نوم ځکه یوځای کړی، تر څو د افغان خاورې مسلمان ولس د خپل ژوند د پرمختګ او تنظیم پخاطر د اسلامي احکامو تر سیوري لاندې د جمهوريت له ښېګڼو برخمن شي، او لکه د نورې نړۍ د جمهوري نظامونو چې هر څه اکثریت وغواړي روا ګڼي، سره فرق وشي.

اسلام هېڅ وخت ددې ممانعت نه کوي، چې خپل حکومت پخپله د ځان لپاره وټاکۍ او لا خلکو ته په کلکه امر کوي، چې تاسو پخپلو کې سره مشوره وکړئ او چارې مو پخپله سمبال کړی.

د نړۍ اسلامي هېوادونو او علماؤ د انتخاباتو په مټ د حکومتونو جوړېدلو ملاتړ کړی او دا یې د اسلام ددین یو اصل ګڼلی دی.

هغه افغانان چې د علم د کموالي یا د بېسوادۍ له امله،که په لغوي یا اصطلاحي لحاظه د جمهوریت په معنا او تفصیل نه پوهېږي، خو په دې ضرور پوهېږي چې ټول واک د یوې ډلې یا کورنۍ په لاس کې لوېدل، ددوی آزادي او حقوق سلبوي او حکومت باید په داسې ډول وي، چې لږ تر لږه، خلک خپل ځانونه او اراده پکې وویني او د حق تلف کېدلو په صورت کې خپله چغه د حاکمې طبقې په خلاف اوچته کړای شي.

څرنګه چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د اسلام ددین علماء، ددین د ساتلو او خلکو ته ددین په اړه د پوهاوي په ورکولو ځان مسؤل ګڼي، نو دوی ته پکار دی چې، د جمهوریت له ښېګڼو لکه، انتخابات، د بشري حقونو ساتنه او احترام او داسې نور د اسلام ددین په رڼا کې خلکو ته بیان کړي، کنه نو ولس به په راتلونکي کې د یو داسې اسلامي افراطي ډلې لکه طالبان او یا نور قومي یا ژبني ډلو، چې د اسلام دین افراطي نظریاتو او یا نور قوم پرستانه عقایدو په تبلیغ کولو سره، د خلکو حقوق او آزادۍ تر پښو لاندې کړي او ټول امتیازات او په دې توګه ټول واکونه یوې ډلې پورې وتړل شي، چې په دې سره به دا ډله بیا د واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې د نورو حقوق پایمال کړي او د پرمختګ مخه به د لسونو نورو کلونه لپاره ډب کړي.

افغانان په هېڅ صورت سره، د اسلام د مقدس دین د میانه روۍ څخه نه تېرېږي او څرنګه چې الله ج په قرآن کې فرمایي:”بې شکه چې تاسو مې مینځ لاری ملت غوره کړی یاست ترڅو پر خلکو ګواه/شاهد اوسئ او پېغمبر ص پر تاسو ګواه اوسي.بقره/۱۴۳.

یعني مونږ افغان مسلمان ولس، متشدد او ددین څخه ناوړه ګټه اخیستونکو ته ددې اجازه نه ورکوو، چې خلک د دین په نوم بې پته کړي، په کېبلونو یې وډبوي، په وېښتو کې یې په قینچي سره لارې جوړې کړي، په سړکونو کې خلکو پسې د ګیرو ناپولو اندازې وګرځوي او همدغه ډول یو ځل بیا د خلکو شخصي آزادۍ او حقوق تر پښو لاندې کړي.

نور افغانان ددې اجازه نه ورکوي چې طالب د منځنیو پېړیو په شان، چې ټول واک به د مذهبي پاپانو یا روحانیونو سره وو، او حکومتونه یې پخپلو ګوتو کې لوبول او حاکمان یې دوی ته په سر ټیټولو مجبورول او تهدیدول، او یا هم حکومتونه او د دولتونو واک د یو کورنۍ سره د تل لپاره محدود پاتې کېده او چا ددې حق نه لرلو چې د حکومت څخه د خپل حق غوښتنه وکړي او یا هم پخپله د حکومت واګی په لاس کې ونیسي.

مونږ افغانان ټول د اسلامي جمهوري نظام او خپل حکومت پلوي کوو، او څرنګه چې دې نظام مونږ ته، د اسلام د مقدس دین د احکامو په رڼا کې، داسې اساسي قانون راپه برخه کړی، چې زمونږ د مسلمان افغان ولس، د ټولو حقه حقونو ضمانت کوي او هم مونږ خپله اراده په دې نظام کې وینو.

طالبانو یو وار خپله ازموینه ورکړی او په هغې کې په مکمله توګه ناکامه شوي دي او لا تر اوسه پورې هم دوی په هغو سیمو کې چې واک لري د خلکو آزادۍ، حقوق او ټولنیز عدالت تر پښو لاندی کړی او علم، صحت، ترانسپورت او نور بنسټیز ضرورتونه چې د خلکو اساسي حق دی، ترې اخیستی او ښونځي، سړکونه او روغتونونه یې لوټلي او سوځولي دي.

دوی تر اوسه پورې پخپلو سیمو کې، د خلکو مبایلونه ګوري او په دې ډول هغوی د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله کوي. دوی خلک ډاروي، تر څو بې چون او چرا ددوی اطاعت وکړي او بیا ډارن خلک کله د خپلو حقونو غوښتنه ددوی څخه کولای شي.

په پای کې به ووایم،لکه څرنګه چې د سولې خبرې په دوهه کې روانې دي، او ټول افغانان سولې ته هیله مند او اړتیا لري، خو دا سوله باید د هغو ارزښتونو او لاسته راوړنو په بدل کې نه وي، کوم چې مونږ اوس ترې برخمن یو.

افغانانو ته پکار دي چې د سولې د راتګ لپاره د خپل حکومت د مذاکراتي ټیم ترشا ودرېږي،حمایت یې وکړي او حوصله له لاسه ورنکړي، چې هر څه باید ژرر ترلاسه کړو. سوله او باعزته او تل پاتې سوله وخت او ډېر کار غواړي. اوس مونږ ته په کار دي چې خپل اتحاد وساتو او د سولې په خاطر د اسلامي جمهوري حکومت هڅې او قربانۍ له پامه ونه غورځوو او ملاتړ یې وکړو.

حکومت سوله د افغانانو لپاره یو اړتیا ګڼي او تل چې د طالبانو نه د اوربند غوښتنه کوي د همدې هدف لپاره یې کوي، چې ددې حکومت رعیت او خلک نور ونه وژل شي. خو بل لور ته بیا طالب د حکومت د اوربند د غوښتلو عذر نه غلطه ګټه اخلي او دا د افغانستان د حکومت کمزوري ګڼي، او تل د جنګ د دوام خبرې کوي.
دوی اوربند ځکه نه کوي، چې دوی دا خلک، خاوره او ددې خاورې ارزښتونو ته اهمیت نه ورکوي، وژل او ورانول ورته د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره لمړیتوب او یواځنی لار ښکاري.

ع.ح خلیل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.