د بلخ د شاتو سږني تولید ۱۵ ټنو ته رسېدلی

خیریال وېبپاڼه/ د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو د سږني تولید کچه ۱۵ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.

د بلخ د کرنیزو چارو آمر ذبیح الله زوبین ویلي، د بلخ دشاتو سږني تولید ۱۵ ټنو ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې د تېرکال کچه ۱۲ ټنه وه او سږنۍ شمېره د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.

 زوبین وویل، چې د بلخ د شاتومچیو د روزونکو شمېر ۴۵۶ تنو ته رسیږي او د شاتو مچیو روزنې په برخه کې په درېیو ټولینو کې فعالیت لري.

 د هغه په خبره، د بلخ ولایت د شاتومچیو د صندوقونو شمېر ۱۸۹۷ ته رسیږي او د چهارکنت، شولګرې، دولت آباد، نهرشاهي، شورتپه، خلم، بلخ، دهدادي او چمتال ولسوالۍ د بلخ ولایت د شاتو اصلي تولیدوونکي سیمې دي.

ښاغلی زوبین زیاته کړه: (( د شاتو بیې په هغو ګلونو تړې ده، چې د شاتو مچۍ ترې تغذیه کوي. د بېلګې په توګه د چهارکنت ولسوالۍ د سمسول ګل تولید شوي شات کیلو په زر افغانۍ، د پنبې دګل تولید شوي شات کیلو په ۷۰۰ افغانۍ او د دهدادي ولسوالۍ د شوتلو ګل تولید شوي شات کیلو په ۵۰۰ افغانۍ خرڅیږي.))

د بلخ شات تر ډېره د سیمې په بازارونو، د ښار مارکېټونو او کرنیزو نندارتونونو کې خرڅیږي.

د چارواکو په خبره، د بلخ د کرنې ریاست د شاتو مچیو د وېش ترڅنګ دوی ته تخنیکي سلامشورې ورکوي، د نوي نسل د تولید، د آفتونو او ناروغیو د مخنیوي په موخه روزنیزې برنامې هم په لاره اچوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More