The news is by your side.

د طالبانو د تلفاتو غیرې واقعي ارقام خپرول د ګټې په ځای زيان لري

د طالبانو د تلفاتو غیرې واقعي ارقام خپرول د ګټې په ځای زيان لري

خبريال وېبپاڼه/ د ډېر وخت راهيسې حکومتي سرچینې د طالبانو د تلفاتو داسې راپورونه وړاندې کوي که هغه په حقیقت کې ومنل شي او حقيقت وي نو نن به په افغانستان کې هېڅ طالب شتون نه درلود.

حکومت کلونه کېږي په ورځني ډول کم ترکمه د ۵۰ طالبانو د وژلو خبر ورکوي ځينې ورځې خو بيا ان تر دې هم زیات وي، څو موده مخکې حکومت په افغانستان کې د طالبانو شتون تر ۴۰ زرو پورې بللی و، که د حکومت دا دواړه ویناوې سمې ونیول شي نو په دوه کلونو کې بايد ټول طالبان له افغانستان څخه ورک وی.

لکه څنګه چې د افغانستان ځمکني واقعیت ته ګورو نو ددې ارقامو صحت تائيدول ګران کار دی، کېدی شي په حکومت کې ځینې چارواکي دا کار په تبلیغاتي ډول وکړي او دا د تبلیغاتي جنګ یوه برخه وګڼي، خو څنګه به وي چې ددې ډول تبليغاتي جنګ ګټې او زیانونه سړی وارزوي.

ښکرور دروغ ګټه نلري
د تبليغاتو او معلوماتو په جګړه کې بې ځايه افراط ددې سبب کېږي چې خلک په خپرونکې سرچینه خپل باور له لاسه ورکړي، په دې هرڅه کې يو تعادل او توازون پکار دی، د خلکو څخه د خپلو تلفاتو پټول هم همداسې دي، د ګټې په ځای زيان لري او خلکو ته د مقابل طرف په هکله غلط معلومات وړاندې کول هم ددې سبب کېږي چې خلک په حکومت باور له لاسه ورکړي.

حکومتي سرچینې نن ددې بې انډوله تبلیغاتو له کبله د باور له نشتون سره مخ دي، د يوه لوري حکومت پخپلو پرېکړو او خبرو نه ودري، د مثال په ډول لوی مجرم ونیسي او وايی چې داسې سخته سزا به ورکړي خو سبا همغه شخص د همدې چارواکو له لوري خوشي شي او کټه کټه ګرځي.

حکومت څو ځله د هغه مجرمینو غاړې ته لاس واچوه چې د هېواد د بنسټ دښمنانان دي د هېواد د هويت دښمنانان دي داسې کسانو ته يې هم لاس واچوه چې د بهرنیو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري په افغانستان کې قومي جګړې ته لمن وهي تعصب کوي، خو دا یو هم حکومت تر یو څو ورځو زیات زنداني کړ بېرته یې ټول خوشي کړل او ان اوس یې ځینې په همدې حکومت کې لوېې دندې لري.

خلک په داسې يو حکومت څنګه باور وکړئ چې د هرې ورځې سره کرښه یې سبا ته سپينه شوې وي، حکومت يو وزن لري خبر يې خبر وي دا ډول کړنې د حکومت ا او نظام د باور د له منځه وړلو سبب کېږي.

حکومت ته پکار ده د خلکو سره پخپلو اړيکو زياته پانګونه وکړي خلک پخپل پوځ باور لري خو په هغه کسانو يې دومره نه لري چې په لويو چوکیو کې ناست دي،خلک د پوځ قربانیو ته په درنه سترګه ګوري خو د چارواکو له خود خواهی څخه ستري شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.