The news is by your side.

د هدفي وژنو تر شا څوک دي؟

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په ډېری ولایتونو کې هدفي وژنو زور اخیستی، یوازې په کابل په تېرو ۲۴ ساتونو کې د کابل د مرستیال والي په شمول د څو دولتي کارمندانو د وژنې شاهد دی.

هدفي وژنې، غلچکې برېدونه، اختطافونه، غلاوي جرمونه ورځې تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي؛ امنیتي ځواکونه، څارنوال، دولتي کارمند او حتی بې دفاع قشر خبریال لا په امن کې نه وي؛ ځکه چارواکي سره له دې چې د کابل لپاره یې امنیتي طرحه ترتیب کړې ده، په دې نه دي توانېدلي، چې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.

د هدفي وژنو تر شا څوک دي؟

زيات کسان او رسنۍ دا بې خونده پوښتنه منځ ته اچوي چې ولې د دې وژنو مسووليت څوک په غاړه نه اخلي او بيا د تومت ګوته حکومت خواته اړوي. تر يوه پېره دوی هم حق لري چې ګوته حکومت ته ونيسي، ځکه دا د حکومت دنده ده چې څار وکړي، د پېښو مخه ونیسي، مجرمان ومومي او سزا ورکړي. اما نه په دې دليل چې بل چا مسووليت په غاړه نه دی اخيستی. تروريستان خو هېڅکله د ملکي خلکو وژنه په غاړه نه اخلي. يوازې هغه وخت چې پېښه ستره وي نو بيا د داعش نوم رامخته کوي.

په افغانستان کې د وژنو لړۍ په اوږدېدو سره دا پوښتنه لاهم بې ځوابه پاتې ده چې دغه ځنځیري او هدفي وژنې څوک او ولې کوي؟

د شنونکو په باور، ترهګریزې ډلې او د سیمي استخبارات په افغانستان کې هدفي وژنې کوي، دوی په دې وژنو سره وحشت خپروي او د خلکو هغه غږ ټپ کوي چې د هيواد جوړونې له پاره پورته کیږي او ددغسې وژنو مخنیوی د منظمو امنیتي او استخباراتي پلانونو په مټ شونی دی.

په افغانستان کې د هدفي وژنو د دوام په اړه داسې مهال اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح له تېرې څه باندې یوې میاشتي راهيسي امنیتي مسئولیتونه پر خپله غاړه اخېستي دي.

د هدفي وژنو د مخنیوي له پاره د چارواکو اقدام

د غني لومړي مرستيال صالح د دوشنبې د ورځي د سهار ۶:۳۰ بجو غونډه کي ۵۱ امنیتي پرېکړه کې اعلان کړی چې په نیږدې ورځو کې د پولیسو د ګزمو شمېر لا زیاتیږي.

یوه انګېرنه داده چې ډيري هدفي وژنې د بې اسنادو او بې نمبره پلیټه موټرو په مټ ترسره کیږي.

صالح په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې څلور ورځې وروسته د هغو موټرو چې پلېټونه یې خیره او د لوستو وړ نه وي، هم نیول کیږي.

خو یو شمېر سیاستوال بیا د امرالله صالح دا غونډې نمایشي بولي او زیاتوي چې د امنیت په ښه کېدو او د جرمونو په کمېدو کې اغیزمنې نه دي تمامې شوي.

له دې ډلې د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې په نمایشي پرېکړو د کابل او سترو ښارونو وضعیت د انفجار په لور مه وړی، ملي امنیت شورا فعاله کړی چې سم تصمیم ونیسي.

د نوموړي اشاره د امرالله صالح هغو پریکړو ته ده چې هره ورځ یې د سهار پر شپږو نیمو بجو غونډه کې کوي او بیا یې پر خپله فیسبوک پاڼه په تفصیل سره خپروي.

د هدفي وژنو زیاتوالي عام افغانان هم سخت اندېښمن کړي او په یو ډول ځان په خطر کې ویني، ځکه که څه هم دا ډول وژنې مخکې پلان شوې وي، مګر وخت ناوخته عام خلک چې هدف شوي نه وي، هم د دغو بریدونو قرباني کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.